شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتافغانستان لوبلړۍ وبایلله

افغانستان لوبلړۍ وبایلله

تاند (جمعه، د سنبلې ۳ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې سبا (شنبې) په درېیمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په سریلانکا کې د افغانستان ملي لوبډلې ته په یو ویکټ او یوه رنز ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ، چې د دوو ټیمونو د لوبلړۍ دوهمه مسابقه وه، پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي. افغان لوبغاړو د رحمت الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د ښه بیټنګ په مټ د ۵ لوبغاړو له سوځېدو وروسته سیالې لوبډلې ته ۳۰۱ منډې هدف وټاکه خو پاکستاني لوبغاړو په داسې حال کې چې ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۲ توپونه ورته پاتې وو، هدف پوره کړ.

پاکستان تر دې وړاندې د دې لوبلړۍ، چې د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې کېږي، لومړۍ مسابقه هم ګټلې وه.

په پرونۍ مسابقه کې که څه هم د افغانستان د لوبډلې رحمان الله ګوربز په ۱۵۱ توپونو ۱۵۱ منډې وکړې خو شاداب خان د پاکستان لپاره په ۳۵ توپونو ۴۸ منډې وکړې او د پاکستان په بري کې د مهم رول لوبولو په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو.

سبانۍ مسابقه د لوبلړۍ پر ګټلو اغېز نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب