جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني محکمې د علي وزیر د بیا زنداني کیدو امر کړی

پاکستاني محکمې د علي وزیر د بیا زنداني کیدو امر کړی

تاند: (جمعه، د وږي ۳ مه ) د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ مشر علي وزیر او فعالې ایمان مزاري ته د زنداني کیدو امر کړی.

ایمان مزاري او علي وزیر د دې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وروسته له دې ونیول شول چې د تېرې جمعې په ورځ (د اګست ۱۸ مه) یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه غونډه کې ویناوې وکړې.

 د دوی د زنداني کیدو په اړه د پاکستان حکومت زیات وضاحت نه دی ورکړی.

ښاغلی وزیر تل د پاکستان د پوځ او استخباراتو د کړنو منتقد و او دوی یې د پښتنو خلاف په دسیسو او فعالیتونو تورنول.

د نوموړي په نیول کیدو پښتنو فعالانو توند غبرګونونه ښودلي دي.

2 COMMENTS

  1. پاکستاند د غرب غلام دی٬ غرب پښتانه له مینځه وړي، بېدار شئ! ماته د سویس جنرال شتاهل په خوله ۱۹۹۰ کال کې وویل!

  2. قدرمن مهربان کاسی صاحب دمبارک پیغمر تحفه یعنی سلام می قبول کړه – السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتهُ. په طالبانو یی دا پنځه ویشت کاله پښتانه داسې تبا کړل چی نه یې ځانی مرګونه حساب لری او نه یی سکول، هسپتال و سړکونه او نور ورپريښي دنیا ته یی یو وحشی، د ترقی ضد، بی فرهنګه، بی تاریخه او بی اتفاقه دپاکستان غلام قوم معرفی کړ لا اوس یی بله نغاره شروع کړی چی دا خوداسراییل قوم دی او یو پاکستانی ګل خان لګیا وو ویل یی پشتانه د یغقوب له ذاته اسراییلیان دی لعنت دی په غرب، پنجاب او طالب شی. دریواړه د پښتون او افغانستان دشمنان دی ، خدای تاسو ته ډیر عمر درکړی چی موږ ته حقایق وایاست. په ډیر احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب