جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو له ایران او پاکستان څخه د څه باندې درې نیم زرو...

طالبانو له ایران او پاکستان څخه د څه باندې درې نیم زرو کډوالو د ستنیدو خبر ورکړ

تاند: (جمعه، د وږي ۳ مه )   د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د څه باندې درې نیم زرو کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی.

دغه وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته راستانه شول.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کسانو کې ۸۱۵ تنه په خپله خوښه راستانه شوي خو ۱۳ نور د پاکستان له محبسونو خوشي شوي او افغانستان ته دیپورټ شوي دي.

له راستنو شویو کسانو سره د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) د ضروري شیانو مرسته کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه ۲ زره ۵۸۹ افغان کډوال خپل هیواد ته راغلل.

په اسلام کلا کې سرحدي مسوولان وايي چې ۱۰۶۲ تنه راستانه شوي افغانان یې د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان ته د مرستو لپاره معرفي کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ له اګست راوروسته، چې طالبان واک ته رسیدلي، یو میلیون او ۶ لکه افغانان ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

یو شمېر ستانه شوي خلک بیا شکایت لري، چې ایران او پاکستان په زوره له خپلې خاورې شړلي او د طالبانو رژیم یې له حقونو دفاع نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب