Home+د بریتانیا یو پوهنتون د کوډو د ماسترۍ دوره پیلوي

د بریتانیا یو پوهنتون د کوډو د ماسترۍ دوره پیلوي

تاند- د بریتانیا اکسټر پوهنتون ویلي، دې ته په کتو چې عام خلک له جادو یا کوډو سره دلچسپي لري، د راتلونکي کال له سپټمبر میاشتې د کاسترۍ په دوره کې د کوډو او غیبي علومو څانګه پرانیزي.

د دغه پوهنتون له اعلان سره سم، دا څانګه د هغو کسانو له منځه محصلان مني چې د تاریخ، ادبیاتو، لرغون پېژندنې، فلسفې، ټولنپوهنې، ډرامه لیکنې او دیني علومو لیسانس ولري.

په دغه پوهنځي کې به د لوېدیځ په هنر او ادبیاتو کې ښامار، د کینګز (پاچا) ارتور افسانې، په یونان او روم کې جادو، په فرضیه او عمل کې لرغون پېژندنه او په منځنیو پېړیو کې د ښځو تصویر تدریس کېږي.

پروفیسره ایملي سلاو، چې د دې څانګې مشري په غاړه لري، وايي:«په پوهنتونو او له هغو دباندې له کوډو او غیبي شیانو سره د خلکو د لېوالتیا زیاتېدا دا اړتیا رامنځته کوي چې ټولنه غواړي چې یو شمېر پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي.»

اغلې سلاو زیاته کړه:«فمینیزم، له توکمپالنې او استعمار سره مبارزه به هم د دې نوې څانګې د درسونو یو اصلي هدف وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...