دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتوراوښکې د زړه ژبه وي!| ښویالی محمدشفیق شرفزی

اوښکې د زړه ژبه وي!| ښویالی محمدشفیق شرفزی

که په عام ډول وپوښتو نو شاید ټول خلک دا ووایي، چې اوښکې د سترګو څخه وتونکي مالګینې سپینې رنګه اوبو ته وایي. الله (ج) انسان په رنګارنګ نعمتونو بسیا کړی دی. لکه: سترګې، پوزه، غوږ، لاس، پښې او بلاخره هر څه چې وینو… د انسان د بدن هر غړی یو نعمت دی او الله تعالی د یوې دندې د اجرا کولو لپاره پېدا کړی دی او یوه دنده یې ورته سپارلې ده.

د انسان د بدن پدې ټولو غړو کې یوه عضوه سترګه ده، چې ډېره ستره دنده (بصارت) په غاړه لري. سترګې د نړۍ ښکلا ګوري او دماغ ته د هرې ښکلا تصویر وړي. له دې سره سره سترګې زموږ د جذباتو او احساساتو د اظهار یوه ذریعه هم ده، چې دغه جذبات او احساسات کله هم د اوښکو په بڼه خپل موجودیت ثابتوي.

دغه اوبو ته ورته شی (ماده) چې او ښکې ورته وایو ستاسې په خپل ځان کې ستاسې د دروني احساساتو پېژندګلویي کوي، چې په مختلفو ځایونو، مختلفو حالاتو او د مختلفو کیفیاتو مطابق بېل بېل ډول سره څرګندېږي. دغه اوښکې د یو پټ او ناپېژندل شوي عالم څخه د خوښیو او غمونو د مظاهرې په پلمه د سترګو سر ته ځان رارسوي.

همدا اوښکي دي چې د محبوب د جدایي بیان راته کوي او کله هم همدا اوښکي وي، چې د محبوب د ملاقات په وخت کې قطرې قطرې د خوښیو او شادمانیو حالات اظهاروي… او د ګلانو د خولې (عطرو) په څېر د شبنم د خوږو وږمو سره مل کېږي او روح او بدن ته سکون او ارامي وربښي.

همدا اوښکي دي، چې د بنده د بندګۍ اظهار پرې کېدی شي. بنده د خپل رب په حضور کې د درېدو پر وخت یې له سترګو بهوي. د سر نه تر پښو پورې په ګناهونو کې د ډوب شوي بدن د توبې مقدسې اوښکو په سبب پاکیزګي وجود ته راوړي او انسان د سکون تر سردرو رسوي. کله چې د اوښکو دغه څاڅکي د الله (ج) په در کې قبولې شوې، نو بنده د بندګۍ اعلی ترینه درجو ته رسېږي او ابدي ښکلا یې په نصیب کېږي.

د ژړا سره زموږ پیدایشتي خپلولي او رشته ده، ژړا او اوښکي سره ورور او خور هسې وي، نو ځکه وایو چې د اوښکو سره زموږ پیدایښتي رشته ده!. کله چې مو په دې نړۍ لمړی قدم کښېخود نو لومړی کار او فعل زموږ ژړا وه په دې وخت کې که څه هم اوښکې نه وي خو په ورو ورو د وخت په تېریدو سره ورسره اوښکې پیدا کېږي.

اوښکي د مختلفو وجوهاتو پر بنا زموږ له سترګو څخه بهېږي. زموږ له سترګو هغه وخت کې اوښکي بهېږي کله چې موږ په غم کې یو او هغه وخت هم اوښکې له سترګو وځي چې کله ډېر خوشاله یو، په درد او تکلیف کې هم اوښکي راوځي، په جدایې کې هم اوښکي وځي او له ټولو ښه اوښکي هغه دي، چې کله د الله(ج) په حضور کې یو او د ندامت اوښکي بهوو. اوښکي هغه څه دي چې یوچاته بیدون له څه ویلو زموږ په مطلب پوهېږي.

اوښکي دالله تعالی د نعمتونو له جملې څخه یو نعمت دی، که چېرې دغه نعمت نه وای نو زړه  به له درده چاودلی اود سینې له قفسه به بیرون راوتلی. اوښکي د زړه ژبه ده،…

ژړا دنرم زړه له درده وځي / له کلک زړګي ژړا بهر نه راځي

یوبل شاعر وایي:

ژړا پېشه نه وي همیش د ټیټو/ اکثر له جګو غرو چینې راوځي

دا د سترګو ګرانبها مرغلرې دي، د یواځېتوب ملګری دی، د الله(ج) په لاره کې د رڼا ګانو څراغونه دي، هغه جذبات او احساسات چې یې له موږ سره الفاظ نه وي نو همدا اوښکي د هغه احساس ترجمه کوي. کله چې مو زړه درد کوي نو داسې احساس کوو چې باید ښه وژاړم تر څو چې ونه ژاړم نو تر هغه به مې د زړه غبار او غمونه د سینې له قفسه ونه وځي او تر هغه به خپل بدن او روح ته سکون ور نه کړم.

مخه ښه شه د یار غمه، ژړا راغله

خپلې سترګې سړومه، ژړا راغله

وچو شونډو! ستا توبه شوله قبوله

اوښکې سیده درولمه، ژړا راغله

ستا لیدل نو، د عنقاء مرغه په څېر شو

ورو ورو زړه مې صبرومه، ژړا راغله

چې عادت مې، اعادت شي ستا د حسن

پدې طمع پایدمه، ژړا راغله

چې یې تار د رباب، ستا له زلفو جوړ کړ

د مطرب له ترنمه، ژړا راغله

رب دې رحم زموږ د ټولو په حال وکړي

د دې دهر له صنمه ژړا راغله

دشفیق د زړه اوبه، سترګو ته راغلې

مخ دې تور شو ځه! تورتمه، ژړا راغله

د انسان په ژوند کې لویه ناکامي داده؛ چې د یوچا په سترګو کې ستا له وجهې اوښکي و بهېږي… او په ژوند کې تر ټولو خوشبخته هغه انسان دی، چې د یو چا په سترګو کې اوښکي ستا لپاره وي.

1 COMMENT

  1. سرلوړی اوسې شرفزی صیب
    ژړا مدام نه وي پېشه دټیټو
    اکثر له جګو غرو چینی راوځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب