تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) د امریکا د نړیوالې انکشافي ادارې (USAID) او د قطر “تعلیم د ټولو لپاره” بنسټ په افغانستان کې له زدهکړو څخه د پاتې ماشومانو او ځوانانو د زده کړو د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یوه موافقه لاسلیک کړه.
په دې موافقه کې ویل شوي چې هدف یې د ۱۰۰ زره له زدهکړو څخه پاتې ماشومانو لپاره د نوم لیکنې مالي مرسته او افغان زدهکوونکو ته د ۲ زره بورسونو وړاندې کول دي.
د افغانستان د ښوونیز سکتور پیاوړي کول هم د دې موافقې له اهدافو څخه دی.
په تېرو څه باندې درو کلونو کې افغانستان د زدهکړو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی. طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي، د هلکانو په ښوونځیو کې یې هم دیني مضامین دومره ډېر کړي او لا هم ډیروي چې له هغو یې مدرسې جوړې کړي، د ښوونځیو او پوهنتونونو اکثره تکړه استادان له هیواده وتلي او تر ټولو مهم دا چې د ډیرو افغانانو په منځ کې زده کړو ته انګېزه کمه شوې ده ځکه چې دولتي چوکۍ یوازې ملایانو ته ځانګړې شوي دي.
دا په داسي جال کې ده چې له وړاندې لا ناامنۍ، بېوزلۍ او کلتوري محدودیتونو په افغانستان کې د ماشومانو او ځوانانو زده کړې تر سیوري لاندې راوستي وې.
امریکا خوشې بد کړي چې دا پیسې یې قطر ورکړي دي. که دا بورسونه ترې لیرې شي، دا پیسې نور افغانستان ته هېڅ فایده نه کوي. شیخان به پرې مزې کوي. په ۵۰ میلیونو نه بلکې په ۵ میلیونو ډالرو دې د افغانستان په سر قوي انټرنټ ولګوي چې خلک د انټرنټ له لارې د هېواد له داخل څخه زده کړې وکړي. کله چې په افغانستان کې قوي انټرنټ برابر شي بیا هم په داخل کې موجود استادان او هم په خارج کې مهاجر استادان کولی شي چې شاګردانو ته آنلاین تدریس وکړي.
دا ډالرونه د ماشومانو او ځوانانو د زدکړو شعارلاندی دامریکا او قطری له خوا خپلو وحشی جاهلو قادیانیو چړیانو ته ورکول کیږی !!!!
زه خو د نجونو او پېغلو نوم او یادونه نه پکشې وینم !! زه ګمان کومه چې دا دیني جاهلان له ښځو ځخه نفرت لري !! نعلت دانسانیت په دوښمنانو !!