تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) اسراییل ویلي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو او درنو وسلو پر ځایونو دقیق بریدونه کوي، چې دا وسلې د سختدریځو لاس ته ونه لوېږي.
اسراییل له هغې خلا څخه په استفادې چې په سوریې کې رامنځته شوې، هڅه کوي چې د سوریې راتلونکی حکومت تر وسه وسه کمزوری وي.
د بشري حقونو لپاره د سوریې د څار ډلې د راپور له مخې، د اسراییل هوايي ځواک د اوونۍ په پای کې د بشار اسد او د هغه د رژیم له نسکورېدو وروسته، په ټوله سوریه کې تر ۳۰۰ زیات هوایي بریدونه کړي دي.
دې بریتانیا مېشته څارونکې ډلې او د بیروت المیادین ټلویزیون، چې په سوریه کې خبریالان لري، راپور ورکړی چې د اسراییل ځواکونه د لبنان پولې ته څېرمه د سوریې په اړخ کې پرمختګ کوي. دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید شوي نه دي.
اسراییل ویلي چې ځواکونه یې په موقتي ډول د سوریې ځینو سرحدي برخو ته لږ ورمخکې شوي دي.
د بشري حقونو لپاره د سوریې څارنې ډلې وویل، دغه بریدونه په مختلفو ځایونو کې ترسره شوي، چې په کې د څېړنیزو مرکزونو، د وسلو زېرمتونونو، هوايي ډګرونو، او د الوتکو سکواډرونه شامل دي.
همدارناز د هوايي دفاع سیستمونه فلج شوي او څو ځایونه غیر فعال شوي دي.
په هغو ځایونو کې چې برید پرې شوی، د حماه او دمشق څېړنیز مرکزونه شامل دي، په ځانګړې توګه د برزه ساینسي څېړنیز مرکز، چې مخکې هم پرې برید شوی و. دا مرکز په ۲۰۱۸ کې د امریکا په مشرتابه د ائتلاف له خوا په دې نوم ویشتل شوی و چې هلته د سوریې د کیمیاوي وسلو پروګرام مرکز موجود دی.