تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲مه) د اسلامي همکارۍ سازمان او قطر د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني ترور کولو په کلکو ټکو وغانده.
حقاني پرون (چهارشنبې) په خپل وزارت کې په یوه چاودنه کې له خپلو یو شمېر ملګرو سره ووژل شو. په دې پېښه کې څو تنه نور ټپیان شول.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت (MoFA) په یوه بیان کې وویل، پرته له دې چې د دغو عملونو انګیزې او دلایل څه وي د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او جنایي اعمالو، په ځانګړې توګه سیاسي ترورونو، په وړاندې پر خپل دریځ ټینګار کوي.
په بیان کې د قربانیانو کورنیو، د افغانستان سرپرست حکومت، او د افغانستان خلکو ته د قطر د دولت خواخوږي څرګنده شوې، او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله څرګنده شوې ده.
دغه راز، بیان د افغانانو د هغو ټولو هڅو د قطر کلک ملاتړ تایید کړی چې د افغانستان امنیت او ثبات پیاوړی کوي.
له بلې خوا د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو پر سرپرست وزیر پرونۍ چاودنه په کلکو ټکیو غندلې ده.
خلیل الرحمان حقاني پرون (چهارشنبه) په کابل کې د وزارت دننه د ځان مرګي برید په ترڅ کې ووژل شو. د دې چاودنې له امله شپږ تنه نور هم وژل شوې دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا برید داعش کړی دی، خو تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه دی اخیستی.
د اسلامي همکارۍ سازمان په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی خو داسې بریدونه د امنیت په برخه کې اندیښنې پیدا کولی شي.
په دې بیخبرپاڼه کې و دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې باید داسې هڅې وشي چې د ناامنیو د له منځه تګ سبب شي.