پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي

د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي

تاند (پنجشنبه/د قوس ۲۲م) — د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو پخواني سفیر او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه وروستي ټویټ د پاکستانیانو سخته غوسه راپارولې ده.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «آیا په سوریه او بنګله دېش کې د پاکستان لپاره د عبرت څه درسونه شته؟»

یو شمېر شنونکي د افغان الاصله امریکایي پخواني چارواکي دا خبره د پاکستان لپاره په تېره بیا په وروستیو وختونو کې، په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو د فعالیتونو زیاتېدا ته په اشارې سره، د خطر زنګ بولي.

دا لا معلومه نه ده چې آیا د خلیلزاد خبره به د امریکا خبره هم وي که نه، خو یو شی چې ټول پرې پوهېږي دا ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په افغانستان کې د نړۍ وال ائتلاف د شل کلن حضور پر وخت یو طرف ته ځان د ائتلاف ملاتړی باله او میلیاردونه ډالر یې ترې ترلاسه کول او بل طرف ته یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد وسله وال تمویل او تجهیز کول.

د پوځ یوه پخواني متقاعد جنرال حمیدګل په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې تېر ځل پاکستان د امریکایانو په پیسو او وسلو شوروي اتحاد مات کړ او دا ځل به پخپله د امریکایانو په پیسو امریکا ماته کړي.

وروسته د امریکا پخواني او را روان ولسمشر ډونالټ ټرمپ هم په خپله یوه وینا کې ومنله چې په سیمه کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې یې پاکستان ته له دېرش زرو میلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي دي خو د دغه هېواد ادارو ورسره دوه مخې لوبه کړې ده.

د عایشه صدیقه په نامه یوې اېکسپاڼې د سفیر خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې لیکلي، «داسې ښکاري چې ته پاکستان هېڅ نه پېژنې.»

د پاکستان ډان ورځپاڼې پخواني اېډېټر عباس ناصر د خلیلزاد په ځواب کې د پېغور په دود لیکلي، «یوازنی درس باید له افغانستان څخه زده کړای شي».

د حمیدالله په نامه یوه بل پاکستاني لیکلي، «زلمیه، دغه هېوادونه د پاکستان په څېرغښتلی پوځ او استخباراتي اداره نه لري. ځه ویده شه او خوبونه ګوره.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب