Homeخبرونهد ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ...

د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲مه) د اقلیمي بدلون د خدماتو ادارې کورپرنیک () د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال نوومبر په تاریخ کې دوهمه نوومبر میاشت وه چې تر ټولو پکې د تودوخې درجه لوړه وه.

د سږني نوومبر د تودوخې درحه یوازې د ۲۰۲۳ کال تر نوومبر څخه ټیټه وه.

د کوپرنیک پر اساس، چې د نړۍ د هوا درجې څاري او یوه اروپايي اداره ده، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کې د نوومبر د میاشتې د تودوخې د درجې اوسط په تاریخ کې له ثبت شویو درجو سره د پرتلې نه دی.

له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د دې میاشتې د تودوخې د اوسط په پرتله د ۲۰۲۴ کال د نوومبر د تودوحې درجه د سانتي ګراد ۰.۷۳ درجې توده وه.

د C3S په راپور کې راغلي: په داسې حال کې چې یوازې د ۲۰۲۴ کال پای ته رسېدو لته څه کم یوه میاشت پاته ده، په ډاډ سره ویل کېدای شي چې ۲۰۲۴ کال د ۲۰۲۳ کال په پرتله ګرم و او له همدې امله د تاریخ تر ټولو ګرم کال بلل کېږي.

اوس داسې ښکاري چې د نړۍ تودوخه تر صنعتي انقلاب مخکې وخت د تودوخې په پرتله د سانتي ګراد تر ۱.۵ درجې کم ساتلو احتمال نه شته. دا هغه څه دي چې د پاریس تړون کې پرې سلا شوې وه.

د نوومبر تودوخې ته په پام، ۲۰۲۴ کال به لومړنی کال وي چې تودوخه یې د سانتي ګراد تر ۱.۵ درجو پورته وي، ځکه د ۲۰۲۳ کال تودوخه تر دې یوازې ۰.۰۲ درجې ټیټه وه.

د تېر کال د تودوخې د بې ساري زیاتوالي یو دلیل د ال نینو پېښه وه چې د استوایي اقیانوس په سیمو کې د تودو اوبو د راټولېدو سبب شوه او په پایله کې یې د نړۍ د هوا تودوخه لوړه شوه. ال نینو د ۲۰۲۴ کال په مې کې پای ته ورسېد، او ځینې کارپوهان وړاندوینه کوي چې د ال نینو معکوسه موسمي پېښه، چې پکې د اقیانوس په هماغه برخه کې کنګلونه ویلي او راټولیږي، ژر پېښېدونکې ده. خو د اټکلونو برعکس، دا ښايي د ادوبي په پای یا د مني په فصل کې وشي، خو تر اوسه یخ موسمي پېښې نه دي شوي.

دې پېښې کارپوهان حیران کړي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال دوبی د نړۍ تر ټولو ګرم اوړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...