Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ اندازه له دوه نیم میلیاردو څخه...

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ اندازه له دوه نیم میلیاردو څخه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې

تاند(جمعه، د لیندۍ/ قوس ۱۶ مه) د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوه نیم میلیارده ډالرو څخه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

دې ادارې اسلام‌اباد له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمېدو مسوول بللی دی.

د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۴مه، په یوه بیان کې بیلابیل عوامل د دې کمښت د اصلي لاملونو په توګه وړاندې کړل.

هغه وویل چې د پاکستان حکومت د بندیزونو لکه د لنډمهاله منل شوي سند شرط، د توکو د ارزښت په اندازه د بانکي تضمین غوښتنه، په منفي لیست کې د ۱۴ قلنه جنسونو اضافه کول، د افغانستان د ترانزیتي توکو لپاره د ۱۰ سلنه ګمرکي محصول تطبیق، او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر ۳۰۰ د زیاتو کانټینرونو درول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرې اړیکو د کمیدو سببونه بللي دي.

سرحدي زیاته کړه چې دا تګلاره د دې سبب شوې چې د افغانستان یوه لویه برخه سوداګري د کراچۍ بندر پر ځای د ایران چابهار بندر ته انتقال شي، چې په نتیجه کې یې په پاکستان کې زرګونه کسان د ګمرک په برخه کې بې‌روزګاره شوي دي.

هغه همداراز د خیبرپښتونخوا ایالت هغه پرېکړه چې د تورخم له لارې افغانستان ته په صادرېدونکو توکو باندې یې ۲ سلنه اضافه تعرفه وضع کړې، وغندله. دې تعرفې، چې د ایالتي زیربناوو د پرمختګ په موخه اعلان شوې، په سوداګرو زیات فشار راوړی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې پر دې تګلارو د سمدستي بیاکتنې غوښتنه کړې ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ ته نور زیان ونه‌رسېږي.

پر یادو ستونزو سربېره پاکستان په ځلونو هغه مهال چې د افغانستان د میوو د صادرېدو وخت وي، خپلې لارې په یوه او بله پلمه بندې کړي او په دې توګه یې افغان سوداګرو ته سخت زیان اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...