پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهنتانیاهو، بارک اوباما د افغانستان د پټ سفر بلنه راکړې وه

نتانیاهو، بارک اوباما د افغانستان د پټ سفر بلنه راکړې وه

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) د اسراییل افراطي صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د محکمې په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ وویل چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ورته وړاندیز کړی و چې افغانستان ته په پټه ولاړ شی.

ده پرون (سې شنبې) په تل ابیب کې د فساد د تورونو په اړه د قاضیانو پوښتنو ته په محکمه کې ځوابونه وویل.

په محکمې کې نتانیاهو د اوباما د هغه غوښتنې په اړه خبرې وکړې چې د افغانستان د سفر لپاره یې کړې وه. ده وویل:
“اوباما ماته وړاندیز وکړ چې افغانستان ته یو پټ سفر وکړم چې ووینم امریکایي ځواکونه څنګه ځایي ځواکونه روزي.”

نتانیاهو ادعا وکړه:
“ما هغه [اوباما] ته وویل، کله چې تاسو له افغانستان څخه ووځئ، دا ځواکونه به د اسلامپالو ځواکونو تر فشار لاندې سره وپاشل شي، او دقیقاً همداسې وشول.”

نتانیاهو مخکې له دې هم د خپلو خاطرو په کتاب کې د اوباما او جان کري په بلنه افغانستان ته د سفر په اړه خبرې کړې وې.
په دې کتاب کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې خپور شوی، نتانیاهو لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وړاندیز کړی و چې د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونه دې د فلسطیني سیمو د کنټرول لپاره وروزل شي. کري د دې نظر د امکان ښودلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د پروګرام مثال ورکړ. هغه حتی نتانیاهو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او خپله یې په خپلو سترګو وګوري.

د دې کتاب له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و:
“بی‌بی [د نتانیاهو مستعار نوم]، زه غواړم ستا لپاره افغانستان ته یو پټ سفر برابر کړم. ته به په خپله وګورې چې موږ د افغان پوځ د چمتو کولو لپاره څومره لوی کار کړی دی چې زموږ له وتلو وروسته د خپل هېواد کنټرول په لاس کې نیسي.”

نتانیاهو ځواب ورکړ:
“جان، کله چې تاسو له افغانستان څخه ووځئ، طالبان به په لنډ وخت کې هغه ځواکونه له منځه یوسي چې تاسو روزلي دي.”

د اسراییل صدراعظم په دې کتاب کې لیکلي چې د امریکا خلاف، هغه هیڅ باور په اسلامپالو او فلسطیني ځواکونو نه لري او د فلسطیني سیمو کنټرول به هیڅکله د فلسطیني ادارې یا امنیتي ځواکونو لاس ته ورنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب