پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د...

د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) د روسیې د استازو جرګې یا دوما د سې شنبې په ورځ یوه قانوني مسوده تصویب کړه چې د مسکو د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو غوښتنه کوي.

دا مسوده، چې د تخصصي کمیټو له خوا تایید شوې، د دوما له تصویب وروسته د روسیې د فدرالي شورا یا د مشرانو جرګې ته استول کېږي.

د قوس په ۵مه د روسیې د ملي امنیت د شورا سکرتر او د صدراعظم د مرستیال سرګي شایګو د کابل له سفر یوه ورځ وروسته، د دوما یو شمېر غړو داسې یوه قانوني مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې د طالبانو نوم د لنډې مودې لپاره د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه لېرې کېدی شي.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د دې مسودې له مخې، “د روسیې د قوانینو پر اساس د یو شمېر منع شویو سازمانونو فعالیتونه د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال په غوښتنه او د محکمې د پرېکړې له مخې د محدود وخت لپاره ځنډول کېدی شي.”

د دې ځنډ د تطبیق شرط دا دی چې ټول هغه فعالیتونه چې د ترهګرۍ له ملاتړ، توجیه، یا تبلیغ سره تړاو لري، په بشپړ ډول ودرول شي.

د روسیې اوسني قوانین د منع شویو سازمانونو د فعالیتونو موقتي ځنډ ته کومه لاره نه لري.

د دې قانون تصویب د دې معنا نه لري چې روسیه به په چټکۍ سره طالبان په رسمیت وپېژني.

د دې هېواد چارواکو څو ځله په افغانستان کې د منځنۍ آسیا د اسلامي وسله والو ډلو له ګواښ څخه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اوس مهال، روسیه او ځینې نور هېوادونه لکه ازبکستان، ترکیه، پاکستان، ایران، او چین له طالبانو سره سیاسي اړیکې او محدودې اقتصادي همکارۍ لري.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د جولای په میاشت کې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یو متحد بللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب