Home+د شپې ډوډۍ ناوخته مه خورئ

د شپې ډوډۍ ناوخته مه خورئ

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) څېړونکي په دې باور دي چې د ماسپښین له ۵ بجو وروسته خوراک کول احتمالاً د بدن د  میټابولیزم او زړه لپاره زیانمن وي.

سای‌ټیک‌ډېلي ویب‌پاڼې په خپل راپور کې ویلي: له پخوا راهیسې خلک باور لري چې ماښام مهال یوه سپکه او وختي ډوډۍ خوړل روغتیا ته ګټوره ده. اوس د هسپانیا د اوبرتا دکتالونیا پوهنتون (UOC) او د امریکا د کولمبیا پوهنتون څېړونکو د دې ادعا د تایید لپاره علمي شواهد وړاندې کړي دي.

د دې څېړنې راپور، چې د Nutrition & Diabetes په مجله کې خپور شوی، ښيي چې د ورځې له ۴۵ سلنه څخه زیاته کالوري د ماسپښین له ۵ بجو وروسته خوړل د ګلوکوز (وینې شکر) د کچې له زیاتوالي سره تړاو لري او ممکن د خلکو پر روغتیا منفي اغېزې ولري، پرته له دې چې د هغوی وزن یا د بدن غوړ په پام کې ونیول شي.

ډاکتره ډیانا دیاز ریزولو (Diana Díaz Rizzolo)، چې د دې څېړنې مشري یې کړې، وايي: «د اوږدې مودې لپاره د ګلوکوز لوړوالی ممکن د دوهم ډول شکر، زړه او رګونو ناروغیو (ځکه چې د لوړ ګلوکوز کچه د وینې رګونو ته زیان رسوي) او مزمن التهاب خطر زیات کړي، چې په پایله کې یې د زړه او میټابولیک زیانونه پراخوي.»

متخصصانو پخوا باور درلود چې د ناوخته ډوډۍ خوړلو تر ټولو ډېره بدي دا ده چې وزن زیاتوي. خلک عموماً د شپې داسې خوراکونه کوي چې لږ غذایي ارزښت لري، لکه پروسس شوې خواړه. ځکه کله چې خلک د ورځې په اوږدو کې خواړه نه خوري، هغه هورمونونه چې لوږه او مړښت تنظیموي، بدلېږي.

ګاز لرونکي مشروبات، پیزا، سمدستي تیارېدونکي سوپونه او هغه مستې چې خواږه او د ځینو میوو خوند ورګډ شوی وي د پروسس شویو خوړو په کتار کې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...