تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) مسکو—یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د هیت تحریرالشام په مشرۍ وسله والو دمشق ونیوه، او بشار اسد له سوریې روسیې ته پناه یووړه، راپورونه وايي چې د سوریې پخوانی ولسمشر د مسکو په لینزکرافټرز کې د سترګو د درملنې مسلک ته ستون شو.
دا خبره د سې شنبې په ورځ روسي سرچینو تایید کړه.
پخوانی ظالم واکمن چې لسګونه زره خلک یې بندیان کړي، شکنجه کړي او وژلي وو، او اوس د سترګو د یوه عادي ډاکتر په توګه یې ناروغ معاینه کاوه، وویل: «کوم یو ښه دی—یوه یا دوه؟»
هغه د یوې ۲۶ کلنې روسۍ فارغ التحصیلې محصلې سترګې معاینه کړې.
«اوس ښه خبره دا ده، اغلې کوماروا، چې ستاسو نظر له تیرې معاینې سره یوازې لږ تغییر کړی دی. بده خبر دا ده چې ستاسو په چپه سترګه کې لږ وچوالی شته. د سترګو څاڅکي به یو څه ګرانه وي، خو زه ستاسو لپاره یو څو وړیا نمونې لرم، تاسو یې وازمویئ.».”