Home+د بشري حقونو نړیواله ورځ او د افغانستان بشري وضعیت

د بشري حقونو نړیواله ورځ او د افغانستان بشري وضعیت

فریده حفیظ

د بشري حقونو نړیواله ورځ هر کال د ډسمبر په ۱۰مه نېټه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب یادون دی، چې د ۱۹۴۸ کال په همدې ورځ د ملګرو ملتونو له لوري تصویب شوې وه. دا ورځ د انساني کرامت، مساوات او بنسټیزو آزادیو د تضمین لپاره نړیواله ژمنه ده. د دې هدف دا دی چې په ټولنه کې د هر فرد حقوق خوندي کړي او د انسانانو ترمنځ د برابرو فرصتونو لپاره کار وشي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بشري حقونو د سرغړونو اوږده سابقه لري. د ۲۰۰۱ کال وروسته د نړیوالو مرستو په مرسته ځینې پرمختګونه رامنځته شول. د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو فرصتونه زیات شول، ښوونځیو ته د نجونو لاسرسی پراخ شو، او هغوی ته په حکومتي او غیر حکومتي برخو کې د کار فرصتونه برابر شول. د رسنیو ازادي نسبي پرمختګ وکړ، او خبریالانو ته په نسبي توګه د آزاد کار زمینه برابره شوه. روغتیايي برخه کې هم د فلج په څېر ناروغیو د له منځه وړلو هڅې ګټورې ثابتې شوې.

سره له دې، امنیتي ننګونې، سیاسي بې‌ثباتي او د ښځو د حقونو بشپړ تضمین لا هم د پام وړ ستونزې وې. د ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شو. د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند شول.
د یونیسف له راپورونو سره سم، په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو ښوونځي تر ۹۰٪ پورې تړل شوي، چې د تعلیم ترلاسه کولو فرصتونه یې له منځه وړي دي.

د ښځو د کار کولو محدودیتونه د هغوی اقتصادي خپلواکۍ ته زیان ورساوه.  د ILO راپورونو له مخې، د ښځو د بېکارۍ کچه زیات شوې چې د کار بندیزونو له امله یې د هغوی اقتصادي وضعه کړکېچنه شوې ده.

د‌بيان آزادي په افغانستان کې په کلکه محدود شو چې دي سره یې په پوره ډول خپل استقلاليت له لاسه ورکړه.
دغه محدودیتونه د ټولنې پراختیا ته جدي زیان رسوي. د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو سلب نه یوازې د هغوی پرمختګ ته خنډ جوړوي، بلکې ټولنې ته د مثبتې ونډې چانس له منځه وړي. د بیان آزادۍ محدودیت، چې د ټولنیزو رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو اغېز کړی، د ټولنیز پرمختګ او شفافیت مخه نیولې ده. سربېره پر دې، د اقلیتونو پر وړاندې تبعیض، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو په وړاندې تاوتریخوالی او د مذهبي ازادیو محدودیتونه، د ټولنې د نفاق او ګډوډۍ سبب ګرځي.

د بشري حقونو په اړه زما باور دا دی چې دا حقوق یوازې قانوني ژمنې نه دي، بلکې د هر انسان لپاره هغه اساسي اړتیاوې دي چې له مخې یې هر فرد په ټولنه کې د باعزته ژوند کولو چانس ترلاسه کوي. بشري حقونه د ټولنیزې همغږۍ او پرمختګ لپاره بنسټیز اساس جوړوي، ځکه چې هغوی نه یوازې د افرادو فردي ازادۍ تضمینوي، بلکې ټولنه د عدالت، برابریو او سولې پر لور بیايي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو دوام یو څو اړخیزه اغېز لري. د دې سرغړونو یوه له سترو پایلو څخه د افغانانو د ژوند پر کیفیت مستقیم اغېز دی. کله چې د خلکو زده کړې، روغتیا، او د بیان ازادي محدوده شي، نو هغوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره وسایل له لاسه ورکوي، چې دا وضعیت د بېوزلۍ او نابرابرۍ کچه نوره هم زیاتوي.

بشري حقونه یوازې د فردي ګټو په اړه نه دي، بلکې د ټولنې د عمومي ودې او پراختیا لپاره یوه اړتیا ده. په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو پر حقونو محدودیتونه نه یوازې د هغوی د ژوند کیفیت خرابوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ پروسه په ټپه دروي. د زده کړو د حق سلب د یوې باسواده او فعالې ټولنې د جوړېدو مخه نیسي.

سربېره پر دې، د بشري حقونو د نه رعایت له امله د ټولنیزو اړیکو بې‌ثباتي رامنځته کېږي. کله چې اقلیتونه له تبعیض سره مخ وي یا ښځې له بنسټیزو حقونو بې‌برخې وي، د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ بې‌باوري او فاصله رامنځته کېږي. دا ډول حالتونه د ټولنیزو شخړو، نفاق، او حتی د سیاسي بې‌ثباتۍ لپاره زمینه برابروي.

په ټوله کې، د بشري حقونو سرغړونې نه یوازې د افغانانو د ژوند کیفیت ته زیان رسوي، بلکې د هېواد د ټولنیز، اقتصادي، او کلتوري پرمختګ په وړاندې یو ستر خنډ جوړوي. دا حقوق د انسانانو لپاره د یوې سالمې او برابره ټولنې د جوړولو لپاره اړین دي، او که د هغوی رعایت تضمین شي، نو ټولنه د یو روښانه راتلونکي پر لور ګامونه اخلي.

په افغانستان کې د طالبانو وروستۍ پرېکړې د بشري حقونو پر بنسټیزو اصولو او نړیوالو معیارونو ښکاره تېری دی. د ښځو پر زده کړو بندیز، د هغوی د کار او اقتصادي مشارکت محدودیت، او په ټولنه کې د ښځو د ونډې په نشت کېدو سره، طالبانو هغه اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دي.
وروستي بندیزونه په ښکاره ډول جنسيتي تبعيض ته په هېواد کې وده ورکول دي
د طالبانو دغه پرېکړې د افغانانو د ورځني ژوند پر کیفیت ژور اغېز لري او د هېواد د پرمختګ لارې نورې هم بندوي. نړیواله ټولنه، د بشري حقونو مدافعین، او د افغانستان خلک باید په ګډه د دې وضعیت د بدلون لپاره کار وکړي. د بشري حقونو د بیا ټینګښت پرته، افغانستان به د نړیوالو معیارونو سره د برابریو په ډګر کې له اوږدې شاته پاتې کېدو سره مخ وي.

که د بشري حقونو دا حالت دوام ومومي، افغانستان به د نړیوالو معیارونو سره لا ډېر واټن پیدا کړي او د خلکو ورځنی ژوند به لا پسې خراب شي. د دې وضعیت د بدلون لپاره نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د بشري حقونو د بیا تاسیس لپاره جدي ګامونه پورته کړي. په دې توګه به افغانان وکولای شي چې د خپلو حقونو په خونديتوب کې پرمختګ وکړي او په یوه ازاده او پرمختللې ټولنه کې ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...