پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو د نړیوال بانک راپور ته...

د افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو د نړیوال بانک راپور ته د طالبانو غبرګون

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۷مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د ۲.۷ سلنې اقتصادي ودې په اړه د نړۍ وال بانک راپور ناسم بللی دی.

اقتصادي معاونیت ویلي، د ۲.۷ سلنې اقتصادي ودې راپور ناسم دی، د افغانستان اقتصادي وده له دې زیاته ده.

اقتصادي معاونیت د بېکارۍ د زیاتېدو، د بنسټیزو پروژو په ټپه ولاړ حالت او د پانګونې محدودې کچې په تړاو د نړېوال بانک راپور ته په غبرګون د قوش تېپې ملي کانال، لویو لارو او بندونو جوړول، اوسپنې پټلۍ او د برېښنا تولید پروژو یادونې سره یې نړېوال بانک راپور ننګولی دی.

اقتصادي معاونیت ټینګار کړی، چې نړېواله ټولنه دې په واقع بینانه ډول افغانستان سره تعامل ته مخه کړي، چې په وینا یې افغانستان به لا زیات اقتصادي پرمختګ وکړي.

تر دې وړاندې نړۍ وال بانک په یوه راپور کې روان کال د افغانستان اقتصادي وده ۲.۷ سلنه ښودلې، خو اقتصادي معاونیت بیا دغه کچه له دې زیاته بولي.

‏د نړۍ وال بانک په راپور کې راغلي، چې افغانستان په روان کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې خو مالي محدودیتونو او سوداګریزه برخه کې عدم تعادل بیا د اقتصادي ستونزو په بنسټیز حل کې ډېره مرسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب