تاند (شنبه، د لیندۍ/ قږس ۱۷ مه) په داسي حال کې چې تایید شوي راپورونه وايي چې د سوریې حکومتي ځواکونو په قنیطرې ولایت کې له خپلو پوستو څخه شاتګ کړی، د بشاراسد مخالف ځواکونه او ځینې نړیوال اژانسونه تایدوي چې دا ځواکونه د پلزمېنې دمشق ۱۰ کیلومترۍ ته رسیدلي دي.
قنیطره سیمه د اسرائیل تر ولکې لاندې د جولان لوړو ته نژدې موقعیت لري.
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې مشر اعلان وکړ: «د رژیم ځواکونو خپلې پوستې تخلیه کړې، په همدې وخت کې دولتي کارکوونکو خپلې دندې پرېښودې، او د قنیطره ولایت لومړی ځل دی چې د سوریې له پوځ څخه خالي شوی دی.»
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې پوځ د هېواد په جنوبي برخه کې د دروزیانو مېشته سویدا ولایت له ډېرو سیمو څخه شاتګ کړی دی؛ هغه سیمه چې د سوریې یوه له څو اصلي هوایي اډو څخه په کې موقعیت لري.
حمص ته په نژدې سیمو کې ځمکنۍ جګړې او هوايي بریدونه روان دي. فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه اووه ملکي وګړي د روسیې او د سوریې د پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د حمص په شاوخوا کې وژل شوي دي. په همدې وخت کې، اسلامپاله یاغیان د دې ښار پر لور، چې د سوریې درېیم لوی ښار دی، د حکومت له پوځ سره په جګړه بوخت دي.
د سوریې د اسلامپاله یاغیانو د “تحریر الشام” ډلې یوه جګپوړي قومندان د هغو سیمو مذهبي اقلیتونو ته د ډاډ ورکولو لپاره چې د دې ډلې تر ولکې لاندې راغلي، ویلي دي: «د فرقهپالنې او استبداد دوره د تل لپاره پای ته رسېدلې ده.»
حسن عبدالغني د شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې ادعا وکړه: «د ټولو لپاره روښانه شوې چې زموږ ځواکونه د جګړې په ډګر کې د خپلو مشرانو تر لارښوونو لاندې خپل نظم ثبوت کړی دی.»
اوس مهال د سوریې له ۱۳ ولایتونو څخه اته مرکزي ښارونه د یاغیانو تر ولکې لاندې راغلي دي. د دې ډلې مشر پرون وویل چې د دوی هدف د بشار الاسد د رژیم نسکورول او دمشق نیول دي.
تازه ناتایید شوي راپورونه، چې د یاغیانو له قوله نقل شوي، هم څرګندوي چې دوی د دمشق تر شاوخوا ۱۰ کیلومترۍ پورې پرمختګ کړی دی.
په همدې وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د تخلیې خبرونه رد کړل.
اسماعیل بقایي د تسنیم خبري اژانس، چې د سپاه پاسداران سره تړاو لري، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د ایران سفارت لا هم فعال دی او خپلې عادي چارې پر مخ وړي.»
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په سهار د درېیو ایراني چارواکو او ځینو سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې په دمشق کې د ایران د سفارت د غړو او په سوریه کې د سپاه پاسداران د ځواکونو د تخلیې امر شوی دی، او لږ تر لږه د سفارت ځینې کارکوونکي تر اوسه له سوریې وتلي دي.
په همدې حال کې عراقي چارواکو تایید کړه چې د سوریې یو شمېر دولتي ځواکونه، چې د مخالفو یاغیانو له لوري تعقیبېدل، د عراق خاورې ته داخل شوي دی.