پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد بشار اسد د مخالفو ځواکونو له پرمختګ سره ایران هغوی مشروع...

د بشار اسد د مخالفو ځواکونو له پرمختګ سره ایران هغوی مشروع مخالفان وبلل

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۷ مه) د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، د ایران، روسیې، او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د حکومت او “مشروع مخالف ډلو” ترمنځ د خبرواترو غوښتنه وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د ایران یو چارواکی د بشار اسد مخالفانو ته د «تروریست» پر ځای «مشروع مخالفې ډلې» کلمه کاروي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ۲۰۲۴ کال د دوحې فورم په څنډه کې د آستانې پروسې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د ده او د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د سوریې په اړه “ډېرې ښې خبرې” وشوې.

د عراقچي په وینا، په دې غونډه کې د سوریې روانې پېښې وڅېړل شوې، او ټولو ګډونوالو په دې موافقه وکړه چې «نښتې باید سمدستي پای ته ورسېږي، د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته باید درناوی وشي، او په دې اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ته مراجعه وشي.»

هغه زیاته کړه چې د استانې فارمیټ غړو ټینګار وکړ چې د سوریې د حکومت او مشروع مخالف ډلو ترمنځ سیاسي خبرې باید پیل شي.

عراقچي همداراز یادونه وکړه چې ایران او روسیه پلان لري چې د سوریې له حکومت سره مشورې وکړي.

ایران خپل ځواکونه او پوځي سلاکاران له دمشق څخه ایستلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د سوریې د حکومت د اصلي مخالفې ډلې جنګیالي د بشار اسد د ولسمشرۍ د ماڼۍ ۱۲ کیلومترۍ ته رسیدلي او ګومان کېږي چې نن شپه به د ښار ځینو برخو ته ننوځي.

دا ځواکونه له شمال، مرکزي برخو او جنوب څخه د دمشق په لور وړاندې تګ کوي.

1 COMMENT

  1. ليکوال : علي خان

    د سوريي روانه غميزه !

    په سوريه کي د بشار الا اسد رژيم مخالفو ډلو د خپلو نظامي قوتونو د يوالي په صورت کي د نومبر په 27 نيټه نظامي حملې د دمشق رژيم په خلاف پيېل کړي چې په ډير سرعت سره يې په شمال, غرب او جنوب کي ډېرې سېمې تر واک لاندي راوستلې, لومړۍ جګړه د رژيم او مخالفو جنګياليو تر منځ د حلب ولايت په غربي سيمو کي رامنڅته شوي وه•
    دې جنګ په سوريه کي په ډېره چټکتيا سره د قدرت توازون بدل کړ, په داسي حال کي چې د نړئ والو توجه يوکراين هيواد او فلسطين (غزي) ته وه ولي ناڅاپه د دمشق خلاف جنګ او د مخالفو ګروپونو برياوې ډير ھغه خلګ حيران کړل کوم چې ھغوئ په سوريه کي د کورنيو جنګونو او ناکراريو په اړه د 2011 کال له پيېله را پديخوا يې ټول حالات تر نظر لاندې او څېړل•

    لومړی ځل د ھية التحرير الشام (HTS) او سوريې نشنل آرمي (SNA) په ګډه سره دا ډول منظم توان چې مخکي کله ھم نه ؤ ليدل شوي, لويې برياوي په برخه شوي داسې ښکاري چې له تيرو غلطو پالېسيو او تيروتنو يې څه زده کړي کړېدي, لوېدلې ؤ بيرته راجګ شول, د خلګو سره په نيول شوو سېمو او ښارګوټو کي د شې رويې او کاميابه نظم او اداره کولو بھير يې د مطبوعاتي رپوټونو پر اساس مثبت روان دي داسي معلومېږي چې دوئ غواړي دا ثابته کړي په سوريه کي د امنيت غوښتونکي دي او وشئي چې د اسد رژيم بديل لوری دی, باور پرې وشي•

    وبه کتل شي چې دوئ خپل يو ځای والی د جغرافيې او سېمو په بدلون کي څنګه عياروي? خو دمګرۍ د خپلو مخالفينو ځورول, وژلو او کورونو لوټ مار نه تر سترګو کېږي, کېدای شي په دې سره دوئ رېښتيانۍ ھڅه کوي سياسي او نظامي قانونيت ځان ته راوګرزوي تر څو انټر نيشنل کميونټي ,نړۍ والو او مطرح ګاونډي ھيوادونو توجه د دوئ منلو ته ديو مھم لوبغاړي په ډول وړاندي کړي•

    حما ښار او ولايت په اساني سره تر خپلي ولکي لاندې راوستل او حمص ولايت او مرکز يې حمص يو له پرنفوسه ښار, څو برخو ته ننوتل يې له ستراتجيک او سيکالوجي نظره ډير د اھميت وړ دی د دې دواړو ولايتو نيول به د دمشق حياتي او ستراتجيک لاره له طرطوس (Tartus) او لکټکيا (Laktakia) ولايتونو سره پري کړي له کوم ځايه چې د بشار الاسد د جنګ اورپکي جنګيالي تمويلېږي دا دوه ولايتونه د علوي (نصيري) مذھبي فرقي چې له اسد سره د مذھب له پلوه تړاؤ لري او د رژيم اردو د ملا تير تشکيلوي, د دې لاري تړل به د دمشق رژيم له لوی نظامي بحران سره مخامخ کړي•

    داسي مطبوعاتي رپوټونه ھم شته چې د HTS جنګياليو او د نورو قومونو او مذھبونو لکه عېسويان, شيعه ګان,دروز, کردان او نورو تر منځ کوم تشنج او نښتي نه دي شوي, بلکه ھغوئ ته په خپلو کورونو ,بانډو او ښارونو کي د پاتي کېدو او د ھغوئ په پوره امنيت ساتلو کي ورسره ژمنه شوي ده,په خاصه توګه د تل رفعت ښار او حلب ښار اوسېدونکو کردانو ,ھمدارنګه د نبل, زھرا ښار ګوټو شيعه علوي اوسېدونکو ته!•
    د نړۍ والو رسنيو د رپوټونو له مخې د HTS قواوو د دعارا (Daraa) ولايت او روکبان ھم په خپل واک کي اخستي دي او د عمان ھيواد ته تلو سرحدي بارډر يې نيولی دی, په يو بل خبر کي “دير الزور” ولايت د سوريې په غربي برخه کي د مخالفينو لاس ته ورغلی دی•

    د سوريې روانو حالاتو ته په کتو سره ايران او روسيه دواړو توانمندي چې له بشار اسد سره دې مرسته وکړي محدوده ده , د روسي توجه “يوکراين” ته او د ايران توجه اسرائيلو ته ! ديو راپور له مخي د يوکراين له جنګ نه مخکي روسي په سوريه کي پنځوس جنګې جھازونه لرل خو اوس ديارلسو ته راښکته شوې دي چې کابو 7 يې د کار وړ نه دي, نوي راپورنه دا ھم وايې چې پوتين بشار اسد له اپوزیسیون سره خبرو ته ھڅوي ,اوس نو روس ته د اسد رژيم په ساتلو کي دوه لاري پاتي ده, لمړی : د اوربند غوښتنه او دخبرو او تفاھم تر پروسې لاندې وخت تر لاسه کول ترڅو د اسد رژيم ته د ساکشلو چانس برابر شي, دوھم : د سياسي تفاھم او پروسيس له مخې د مطرح لوري (مخالفينو) سره د يو ترانزشنل حکومت په جوړلو سره? خو که اپوزيسيون چې اوس ډير غښتلی او بر لاسی معلومېږي دا ډول آفشن ومني?!!! سرګي مارکوف د کريملين سره تړلی نږدې مشاور وايې: د سوريې حلاتو ته په کتو سره بشار اسد له لوی مشکل سره مخ دی•

    د HTS مشر الجولاني له CNN سره په خپله مرکه کي وايې چې ھدف يې د بشار اسد د رژيم چپه کول دي زياتوي: حقيقت دادی چې د مشق رژيم نور مړ شوی دی•

    ايران او حزب الله په خپلو رسمي اعلاميو کي ويلې د دمشق رژيم ھر اړخيز ملاتړ کوي د ھغو مخالفينو په خلاف چې دوئ يې ترھګر او د اسرائيلو پروژه ګڼي, ولي په خپله ايراني سياسيون دوه ډلي دي يوه يې د اسد رژيم ملاتړ د ايران په ګټه نه بولي , سياسي جوړ جاړي ته اوليت ورکوي, دوھمه ډله بيا له دمشق رژيم سره مرسته د ايران له سيکيوريټي سره تړلې مسئله بولې تر څو لبنان ته يې د حزب الله سره د اړيکو لاره خلاصه وي ولي حلاتو ته په کتو سره ايران نور د دمشق رژيم په ساتلو کي توان نه لري, اسد نور په سياسي او نظامي لحاظ د خپلو ګوتو په نوکونو را ځړېږي ,له بلي خوا عراق حکومت له عراقي ملېشو سره د غونډو او مشورو په جريان کي دوئ ټولو فيصله کړي چې نور به د جنګ لپاره د اسد رژيم ساتلو لپاره سوريې ته نه ځې داسې ھم اورېدل کېږي چې د ايران لخوا يې سوريې ته د تلو بلنه رد کړيده?!, د عراق صدراعظم وايې چې د سوريې د کشالي په تړاو د ټليفون له لاري له ښاغلي اردوغان,پوتين , پزشکيان او نورو مطرح ھيوادونو مشرانو سره د جنګ او تشنج په اوارولو کي د دوئ مثبت رول غوښتی دی, د دې تر څنګ يې له سوريې سره د خپلو سرحدونو سيکيوريټي ټينګه کړي تر څو د اورپکو ننوتل خپلي خاوري ته پرې نږدي, تازه دم د عراق بھرنيو چارو وزير په قطر کي د ترکي له بھرنيو چارو وزير سره په لېدنه کي د سياسي تفاھم له لاري د کشالې حل غوښتی دی•

    د شنبي ورځ د د روسي ,ترکي او ايران بھرنيو چارو وزيرانو ھريو لاوروف,فايدان,او اراغچي د استاني پروسه عملي کولو لپاره د نورو خبرو اوکار ژمني کړي دي, دوئ وايې د سوريي ارضي تماميت ته بايد درناوی وشي•

    ټرمپ ھم د سوريې په روانو حالاتو خپله خاموشي ماته کړه په خپله X پاڼه پخوانی ټويټر TWITTER باندې ليکي: دا جنګ زموږ نه دی ځان پکي مه ښکيلوئ!
    stay out of the fight. “THIS IS NOT OUR
    FIGHT.” DO NOT GET INVOLVED”,
    د ترکي ولس مشر اردوغان نن ورځ په غازيان ټيپ ولايت کي د خبرو په جريان کي داسي وايې: نن سوريه له سياسي او نظامي پلوه يو نوی حقيقت دی,سوريه د سوريې خلګو ده , د ټوله مېښتو قومونو او مذھبونو ګډ کور دی د سوريې خلګ کولائ شي خپل راتلونکي سرنوشت په خپله وټاکي, اردوغان له کال 2019 را پديخوا روسي سره د اړيکو چنل له لاري ھغوئ و ھڅول چې روسيه او اسد رژيم د غير متحاربو وګړو د ادليب په خوا کي په کورونو بمباري او وژنې ودروي, خو داسي و نه شول اردوغان وايې دا وجه وه چې جګړه پيېل شوه, زياتوي نور بس ده چې د تېړو پنځلس کلونو په جريان کي سوريه د خونړي جنګ ډګر ؤ د سوريي خاوره د بې ګناه خلګو په ژړا او وينو لمده شوه نور د دې وخت را رسېدلی چې دې اوږدې غمېزي ته د پای ټلکی کېښودل شي•

    د بلومبرګ رسنۍ د نوم له اخېستو ( له افشا کېدو ) پرته دعوا لري : بشار اسد د معاملې په لټه کي دی لمړي : غواړي پر ھغو سېمو چې واک (کنټرول) لري پاتي شي, دوھم که دا کار ونه شي د جوړ جاړي له لاري په ګارنټي اخستلو سره قدرت پرېږدي!? CNN بيا وايې چې بشار اسد لا له مخکي دمشق پري اېښي او د باندي وتلی دی•

    نني نوي مطبوعاتي راپورونه وايې چې د مخالفو جنګياليو قوتونه د دمشق ښار څنډو ته رسېدلي او په دمشق پوري تړلي ښارګوټو خلګ ,پوليس, سيکيوريټي او دولتي مامورين ځايونه پريږدي په سرکونو ټرافيک جم ښکاري په خاصه توګه سره د المازي او الميدان سېمي!•

    له 2011 کال څخه را پديخوا د سوريې په نا ارامېو او جنګونو کي تر نن پوري د جھاني احصايوي رپوټونو له مخي 500000 زره خلګ مړه شوي او 10 مليونه بې کوره شوي,دوي په داخل او بھرنيو ھيوادونو کي د ھجرت شپې ورځې تېروي چې لويه برخه يې د ترکيي مھاجرين تشکيلوي•

    درنښت
    علي خان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب