شنبه, مې 18, 2024
Home+په دې ورځ امریکايي لیکوال جوزیف هیلر مړ شو

په دې ورځ امریکايي لیکوال جوزیف هیلر مړ شو

تاند- له نن څخه ۲۴ کاله پخوا د ۱۹۹۹ م کال د دسمبر په ۱۲ مه امریکايي لیکوال جوزیف هیلر د ۷۶ کلونو په عمر په نیویارک کې مړ شو.

هیلر، چې د کچ ۲۲ (“Catch-22”) ناول په خاطر ډېر مشهور شوی، د ۱۹۲۳ د مې په لومړۍ نېټه په نیویارک ښار کې زېږېدلی.

د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې په جنګي الوتکه کې د جګړې لپاره اروپا ته استول شوی او د جګړې ډېرې تجربې یې په خپلو اثارو کې انځور کړې دي.

هیلر په ۱۹۴۹ کې په کولمبیا پوهنتون کې د ماسترۍ له ترلاسه کولو وروسته، د ۱۰۴۹ او ۱۹۵۰ ترمنځ په اکسفورډ کې زده کړو ته دوام ورکړ. له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۲ پورې یې د پینسلوانیا په ایالتي پوهنتون کې انګلیسي تدریسوله او ورسره هممهاله یې د ټایم مجلې لپاره کار کاوه.

کچ-۲۲ ناول یې، چې په ۱۹۶۱ کې چاپ شو، له نړیوالې جګړې وروسته د دې جګړې په اعتراض کې یو مهم اثر ګڼل کېږي. له دې ناوله په ۱۹۷۰ کې فلم جوړ شو.

د ده بل ناول (Something Happened) په ۱۹۷۴ کې چاپ شو چې یو بدبینانه اثر ګڼل کېيږي. ده ډېرې لنډې کیسې هم لیکلي چې ټولکه یې په ۲۰۰۳ کې خپره شوه.

هیلر ډرامې هم کښلي چې په ۱۹۶۸ کې تر دې (We Bombed in New Haven) سرلیک لاندې چاپ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب