جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+ځوانو لیکوالانو ته سپارښتنه | نجیب محفوظ

ځوانو لیکوالانو ته سپارښتنه | نجیب محفوظ

ژباړه: ع ارمان
«د دسمبر ۱۱ مه د نامتو مصري لیکوال نجیب محفوظ د زوکړې ورځ ده. محفوظ د ۱۹۱۱ کال په دې ورځ په قاهره کې زېږېدلی دی.»
د ځوانانو لیکوالانو لپاره ضروري ده، چي د خپل هنر له نژدې مطالعه وکړي؛ د داسي کولو لپاره هغو ته له خپل ادب سره نژديکت ضروري دی.
تاسو به لیدلي وي، چي د بعضي ځوانان له غیر وطني لیکوالانو سره د اشنا کیدلو وجه دا وي چي هغو دغه غیر وطني لیکوالان لا په ټیلویژن لیدلي وي او یا ئي په داسي محفلونو کي ناسته کړې وي چیرته چي د دوی په اثارو بحث روان وي، خو که له ځوانانو څخه پوښتنه وشي چي تاسو د دې لیکوال کوم کوم اثار لوستلي؟ دوی به ګونګ شي او په خپله څوکۍ کي به د ځان سمه ولو په مشغوله مصروف شي، دا عمل ځکه را منځ ته شي چي دوی د هغو په اړه یواځي خبرې اورېدلې وي د لوستلو زحمت ئي نه وي کړی.
د لیکلو لپاره ضروري ده چي د لیکوالانو له تجربو څخه زده کړه وکړئ، که زده کړه نه وکړی تاسو به یوازي د خپلو خیالونو په زندان کي بند پاتي شئ.
له ادبي کلتور سره سره لیکوالانو ته د عمومي کلتور سره اشنائي هم اړینه ده، د لیکوالانو لپاره ضروري ده چي هغه تاریخ، سیاسیات، سائنس، فلسفه او روان پوهنه هم ولولي، ډیر ضروري دي چي دوی د موسیقي او آرټ لوستونکي پاته شي. معلومات عامه هغه خام مال دي، د کوم په وجه چي ذهني انقلاب را ځي، او دا داسي روزونکې مدرسه هم ده په چیرته چي تخلیقي سلاحیتونه یو نوی طرز اختیار کړي، د هم دې په مرسته د حقیقت او حسن یو واضح عنصر رامنځ ته کیږي.
د لیکوالانو لپاره دا هڅه کول هم ډیره اړینه ده چي د دوی باید یوه ورځ هم له څه نه څه لیکلو بغیر نه شي تیره، شاید دوی کامیابه شي دوی ته یو ښه خیال راشي یا شاید دوی یوه پوره کیسه ولیکي، دا هم ممکن دي چي دوی یو توری هم نه ولیکي، خو دا ډیر ضروري دي د یوه لیکوال لپاره چي هغه باید هره ورځ لیکلو ته قلم په لاس کښېني او د څه نه څه لیکلو کوشش وکړي.
اخري خبره لیکوال باید له لامحدوده صبر و تحمل څخه کار واخلي او هر وخت دې و لیکولو ته تیار اوسي، څه معلومه ده چي څه وخت د هغه په ذهن کي د لیکو کاسه را وخوټیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...