لیکنه: ډاکټر ش میره کی
ډېری ښځې او کورنۍ چې د میندواریدو ستونزه ولري، د IUI او IVF نومونه ډېر اوري، خو نه پوهېږي چې کوم یې څه ته وایي او د څه لپاره کارېږي.
په دې لیکنه کې به یې په ډېره ساده ژبه تشریح کړم.
IUI څه ته وایي؟
IUI = Intrauterine Insemination (د رحم دننه القاح)
IUI هغه لاره ده چې په کې ډاکټر د نارینه مني (Semen) پاکوي او غوره کوي، بیا یې د یوې ډېرې نرۍ نلۍ په وسیله په مستقیمه توګه د ښځې رحم (Uterus) ته ننباسي، تر څو سپرم په اسانۍ د ښځې هګۍ / تخمې (Ovum) ته ورسېږي.
په دې لاره کې:
- د ښځې خپل طبیعي هګۍ/ تخمې خوشې کېدل (Ovulation) ترسره کېږي
- القاح د ښځې د بدن دننه کېږي
- بېهوشي او جراحي نه لري
- بیه یې ټیټه ده
- د سپکو حالتونو لپاره چې د میندواریدو ستونزه جوړوي مناسبه ده
لکه:
– د سپرم لږه ستونزه (Mild male factor)
– لږه نامنظمي په هګۍ یا تخمې خوشې کېدو کې
– د میندواریدو ستونزه چې څرګنده لاره یې نه وي معلومه (Unexplained Infertility)
په ډېره ساده ژبه:
په IUI کې موږ یوازې د سپرم د تېرېدو لاره اسانه کوو.
IVF څه ته وایي؟
IVF = In Vitro Fertilization (بهرنۍ القاح)
IVF تر IUI یو پړاو مخکې او پرمختللې لاره ده.
په دې لاره کې:
- ډاکټر د ښځې له بدن څخه هګۍ (Eggs) راباسي
- د نارینه سپرم ورسره په لابراتوار کې یو ځای کوي (بهرنۍ القاح)
- کله چې جنین (Embryo) جوړ شي، بیا یې د ښځې رحم ته انتقالوي
په دې لاره کې:
- القاح له بدن څخه بهرترسره کېږي
- د هغو شدیدو ستونزو لپاره کارېږي چې د میندواریدو سبب وي
- د بریالیتوب سلنه یې له IUI څخه لوړه ده
- بیه یې لوړه ده
- ځینې وخت څو جنینونه غوره او رحم ته انتقالېږي
په ډېره ساده ژبه:
په IVF کې القاح دباندې ترسره کېږي او چمتو شوی جنین رحم ته انتقالېږي.
څنګه پوه شو چې IUI ښه دی که IVF؟
IUI عموماً د دې لپاره غوره ده:
- د سپرم لږې ستونزې
- د خګۍ په خوشي کېدو کې لږه بې منظمي
- د میندواریدو سپکې ستونزې
- هغه جوړې چې عمر یې کم وي
IVF عموماً د دې لپاره غوره ده:
- د ښځې د لارو (Fallopian Tubes) بندښت
- ډېر کمزوری سپرم
- لوړ عمر
- څو وارې ناکام IUI
- ډېرې شدیدې ستونزې د هګیو په جوړېدو یا کیفیت کې
لنډه او ډېره ساده پایله:
- IUI:د سپرم لاره ورته اسانه کوو څو هګۍ ته ورسېږي.
- IVF:هګۍ او سپرم په لابراتوار کې یو ځای کوو، جنین جوړوو او بیا یې رحم ته انتقالوو.
دواړه لارې د میندوارۍ (Pregnancy) د راټولولو په هدف دي، خو د ځواک او پړاو له مخې یو له بل سره توپیر لري.