جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+څېړنې ښيي چې انسانانو به دوه وخته خوب کاوه

څېړنې ښيي چې انسانانو به دوه وخته خوب کاوه

تاند – د نوو څېړنو پر بنسټ، د برېښنا او څراغونو تر اختراع مخکې، د خلکو د استراحت طریقې له ننني حالت سره ډېر توپیر درلود.

تر صنعت مخکې، انسانانو د اوس په شان خوب په یو وار د اوږد وخت لپاره نه کاوه، بلکې خوب یې په دوو بېلو برخو وېشل کېده چې «لومړی خوب» او «دوهم خوب» بلل کېدل.

د یوې څېړنې پر اساس، چې ټایمز اف انډیا خپره کړې، خلک به د دغو دوو خوبونو تر منځ معمولاً له یو تر دوو ساعتونو پورې ویښ ول؛ دعا به یې کوله، مطالعه یې کوله، یا به یې په ډاډمنه چوپتیا کې تفکر او مراقبه کوله.

د راپور له مخې، د دوه ‌پړاوه خوب دا لرغونې طریقه د بې‌خوبۍ نښه نه وه، بلکې د ژوند یو طبیعي او د بدن له ریتم سره برابر حالت ګڼل کېده.

دوه‌پړاوه خوب

دوه‌پړاوه یا «جلا خوب» په اروپا، افریقا او د آسیا په ځینو سیمو کې په پېړیو د خوب عامه طریقه وه. خلک به عموماً د لمر له لوېدو لږ وروسته بسترې ته تلل او شاوخوا څلور ساعته به ویده کېدل؛ بیا به نیمه شپه ویښېدل، او وروسته به یو ځل بیا بستر ته ستنېدل څو د خپل دوهم خوب دوره بشپړه کړي.

په دې منځ کې به ډېری کسانو دعا، مطالعه، تفکر یا له کورنۍ سره ارامې خبرې کولې او بیا به یې تر سهاره آرام کاوه.

په همدې وخت کې کورونه د شمعو یا د تېلو د څراغونو په رڼا روښانه کېدل. خلکو به کله ناکله د کور کارونه کول، لیک به یې کاوه، یا به یې له ځان سره د شخصي او معنوي مسایلو په اړه غور کاوه— هغه چارې چې په ننني مزدحم او برقي نړۍ کې ډېر کم لیدل کېږي.

د نیمې شپې ویښوالی

دغه بېداري د اضطراب یا بد عادت نښه نه ګڼل کېده؛ برعکس، یوه آرامه، ذهن هوساکوونکې او بشپړه طبیعي وقفه ګڼل کېده. دې وقفې خلکو ته- مخکې له دې چې بیا دوهم خوب ته لاړ شي- د فکر، خلاقیت، د اړیکو د ژورتیا او د ذهني سکون فرصت ورکاوه.

اوسني تحقیقات ښيي چې د شپې لنډې او ارامې وقفې کولای شي د ذهن وضاحت زیات کړي، اضطراب کم کړي، خلاقیت پیاوړی کړي او د فعالیت او استراحت ترمنځ سالم توازن وساتي. د څېړونکو په باور، د پخوانیو خلکو دا عادت موږ ته یادونه کوي چې استراحت په خپله په طبیعت کې انعطاف لري، له فرهنګه اغېزمنېږي او د انساني هوساینې یوه مهمه ستنه ده.

پر خوب د میلاتونین اغېز

له برېښنا وړاندې، د انسان خوب له لمر لوېدو او راختلو سره تړلی و. د بدن داخلي بیولوژیک ساعت د طبیعي رڼا او تیارو له دورې سره تنظیمېده، او ملاتونین به د لمر له لوېدو لږ وروسته په طبیعي توګه تولیدېده. ملاتونین بدن ته د آرامېدو پیغام ورکوي، له همدې امله به د ماښام له پیل سره سم خوب اسانه او طبیعي ښکارېده.

په هغه وخت کې چې مصنوعي څراغونه او پردې نه وې، شپې ارامې او تیاره وې.

د ملاتونین کمېدل

خو د مصنوعي رڼا له زیاتېدو او د شپې ناوخته کار کولو سره دا حساس بیولوژیک ریتم ګډوډ شو. څېړنې ښيي چې د شپې په رڼا کې د پاتې کېدو له امله د ملاتونین تولید ټکنی کېږي او خلک د اوږده وخت په مخه ویښ پاتې کېږي. د خوب د وخت په ځنډېدو سره، «لومړی خوب» له منځه ولاړ او ټول خوب په یوه پرله‌پسې اوږده دوره بدل شو—هغه طریقه چې نن سبا عامه ده.

دې بدلون د انسان د استراحت بڼه بدله کړه، د شپې د سکون او تفکر وختونه یې کم کړل، او دا یې بدله کړه چې بدن د انرژۍ ذخیره او مصرف څنګه تنظیم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...