دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په دې ورځ صدام حسین ونیول شو

په دې ورځ صدام حسین ونیول شو

تاند- له نن څخه 20 کاله پخوا د ۲۰۰۳ م کال د دسمبر په ۱۳ مه د عراق پرزول شوی دولتمشر صدام حسین ونیول شو.

صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، په یوه کور کې ونیول شو.

په ۲۰۰۳ م کال امریکا په دې پلمه چې صدام حسین د ډله ییزې وژنې وسلې لري او نړۍ ته خطر پېښوي، پر عراق یرغل وکړ، په ۲۰۰۳ کې د صدام حسین رژیم وپرزول شو.

صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.

دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

بعث ګوند پر پان عربیزم او سوسیالیزم باور درلود.

د ۲۰۰۵ د نوومبر په ۵ مه سترې محکمې وروستۍ غونډه د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې په بغداد کې دایره شوه او د قاضي رووف عبدالرحمان په مشرۍ منصفه پلاوي پرېکړه وکړه چې صدام دې د «بشریت پر ضد د جنایت» په جرم په دار وځړول شي.

پر صدام په ۱۹۸۲ کال کې د بغداد د شمال په ۶۰ کیلومتري کې په دُجیل ښار کې په ډله ییز ډول د ۱۴۸ شیعه ګانو د وژلو تور لګول شوی و.

محکمې په دې جرم نه یوازې صدام حسین بلکې د ده ناسکه ورور برزان ابراهیم تکریتي او د صدام حسین د حکومت په مهال د انقلابي محکمې قاضي عامد البندر هم په اعدام محکوم کړل.

2 COMMENTS

  1. دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

  2. صدام هغه وخت ونیول سو کله چی د امریکائی استخباراتو په مرکز کی ئې نوم ثبت او کودتاه ته وهڅول سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب