پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک: اقتصادي وده د نفوس د زیاتوالي له کبله د افغانستان...

نړیوال بانک: اقتصادي وده د نفوس د زیاتوالي له کبله د افغانستان د سوکالۍ سبب شوې نه ده

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲ مه) نړیوال بانک «د افغانستان د پرمختګ د نوې ارزونې» په راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په منځ کې نسبي وده کړې، خو د نفوس د زیاتېدو پراخ فشار او د سړي سر عاید کمښت د هېواد منځ‌مهاله اقتصادي راتلونکی تیاره کړې ده.

د راپور له مخې، د افغانستان ناخالص کورني تولید (GDP) په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه وده کړې او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۴.۳ سلنې ته ورسېږي. د دې ودې مهم لامل له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا دوو میلیونو ستنو شویو مهاجرینو له امله د کورني تقاضا زیاتوالی، او په خدماتو، صنعت او کرنه کې د فعالیتونو چټکتیا بلل شوې ده.

نړیوال بانک ویلي، که څه هم کرنیز سکتور له سختې وچکالۍ سره مخامخ و، خو د غنمو په حاصلاتو کې یې نوی ریکارډ ثبت کړی دی.

له دې ودې سره سره، د نفوس چټکه وده چې د ۲۰۲۵ لپاره نژدې ۸.۶ سلنه اټکل شوې، سړي سر تولید ۴ سلنه کموي. دا حالت ښيي چې اقتصادي لاسته‌راوړنې د نفوس د زیاتوالي له کبله خوا ژر خنثی کېږي او د خلکو د ژوند عمومي وضعیت نه ښه کېږي.

ټیټ انفلاسیون

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې انفلاسیون په سیمه کې تر ټولو ټیټ دی. تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د انفلاسیون اوسط شاوخوا ۲ سلنه وي، چې لامل یې د خوراکي توکو د باثباته بیو او د افغانۍ د ارزښت نسبي ټینګښت بلل کېږي.
خو نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې دا «ثبات» پر وارداتو د افغانستان د شدیدې تکیې پایله ده، او هیواد لا هم د نړیوالو بیو د بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانګالی دی.

عایدات لوړ شوي، خو کمې مرستې مالي فضا تړلې ساتي

نړیوال بانک یادونه کوي چې د افغانستان کورني عایدات په تدریجي ډول لوړېږي او تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې ناخالص کورنی تولید GDP ۱۷.۱ سلنې ته ورسېږي.
خو له دې سره، د نړیوالو مرستو کمېدا د حکومت مالي فضا تنګوي او هېواد لا هم پر سوداګرۍ او د مرستندویانو پر ملاتړ تکیه لري.

بانکي سکتور او د نقدینه‌ګۍ کمزورې دورې

راپور ټینګار کوي چې د افغانستان بانکي نظام لا هم «ماتېدونکی او زیانګالی» دی.
د مقرراتو ناڅرګندتیا، د پورونو زیاتوالي، او دا چې د هېواد یو مهم مقدار نغدې پیسې له رسمي بانکي سیستم څخه بهر راګرځي، د مالي پراختیا مخه نیولې ده.
بانکونو ته د خلکو محدود لاسرسی—په ځانګړي ډول د ستنېدونکو مهاجرینو لپاره—هم یو لوی خنډ بلل شوی دی.

د کار نشتوالی او د ښځو محدودیتونه د پرمختګ ستر ګواښ

د نړیوال بانک د افغانستان دفتر مشر فارس حداد، ویلي:
اقتصاد د ښه‌والي نښې راښيي، خو مالي ننګونې بیا هم خورا جدي دي. کورني عایدات د بهرنیو مرستو د کمښت خلا نه شي ډکولای، او د ستنېدونکو پراخ شمېر د کار پر بازار دروند فشار اچولی دی.»

د راپور موندنې څرګندوي چې نژدې یو پر څلور افغان ځوانان بیکار دي، او د ښځو پر اقتصادي او تعلیمي مشارکت محدودیتونه د هېواد د بشري پراختیا راتلونکی سخت ګواښي.

اصلاحاتو ته اړتیا: خصوصي پانګونه، صادرات او مالي منځګړیتوب

نړیوال بانک ټینګار کوي چې اقتصادي ښه‌والی یوازې هغه وخت دوام موندلی شي چې بدلونونه د خصوصي پانګونې پیاوړتیا، د مالي خدمتونو پراخول او د صادراتو تنوع تضمین کړي.

راپور زیاتوي چې افغانستان یوازې هغه وخت کولی شي دوامداره او پراخه اقتصادي وده تجربه کړي چې د بشري مرستو له اړتیا څخه ووځي او د ځوانانو او ښځو لپاره د کار زمینه رامنځته کړي.

د مهاجرینو تاریخي ستنېدنه او زیاتېدونکې فشارونه

دا تازه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان په تېر دوو کلونو کې د مهاجرینو د بې‌ساري ستنېدنې شاهد و. د ځینو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ تر جولای پورې شاوخوا څلور میلیونه افغانان له ایران او پاکستان ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...