تاند (دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۹مه) د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سیاسي کمېسیون پرون یکشنبه په سپېدار ماڼۍ کې د طالبانو ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر مشرۍ د سوریې او منځني ختیځ پر وروستيو حالاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په دې ناسته کې د سوریې او منځني ختیځ پر وروستيو بدلونونو،له ګاونډ او سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو او تعامل پر پراختیا او په افغانستان کې پر شویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې او لازمې پرېکړې وشوي.
دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې د سوریې د آزادي غوښتونکي غورځنګ د بریا مبارکې ورکړې او په دې هېواد کې یې د انقلاب د پاتې پړاوونو د ښه مدیریت هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې ده، چې تحریرالشام جهادي غورځنګ په مشرۍ د سوریې جهادي ډلو او پاڅونوالو پرون یکشنبه سهار د سوریې پلازمېنه دمشق تر کنټرول لاندې راوست او د خپلې جهادي بریا اعلان یې وکړ.
ههههههههههههه
چا واده کې نه پریښود ویل یې ما د ناوې سره کینوئ. څوک دې نه پیژني نه دې په رسمیت پیژني نه کوم دوه توته ارزښت لرې او په نورو بحثونه کوې.
دوی به په خپل منځ کې خامخا ویلي وي چې به سوریه کې دې د اسلام د تطبیق د پاره د ښځو مکتبونه بند شي. ههه