تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۹ مه) د هیئت تحریر الشام مشر محمد جولاني، له دې وروسته چې اسلامپاله ځواکونه په سوریه کې بریالي شول، د دې هېواد پر یوه تر ټولو مهمه څېره بدل شوی دی. آیا هغه د سوریې راتلونکی جوړولی شي، یا د هغه تېرې تېروتنې به د دې لارې لپاره لوی خنډ وي؟
د سوریې د ولسمشر بشار اسد نسکورول هغه هدف و چې ابومحمد الجولاني د هغه لپاره په کلونو مبارزه وکړه. اوس، له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته، د هغه تر مشرۍ لاندې اسلامپال ځواکونه دمشق ته ننوتي او دغه ښار یې “ازاد” اعلان کړی. دا پېښه د سوریې په معاصر تاریخ کې یو مهم ټپال دی، خو د سوریې د راتلونکي او د جولاني د رول په اړه ډېرې پوښتنې پاتې دي.
د محمد الجولاني په وینا، د اسد د رژیم ماته ناشونې وه. ده د بشار اسد د رژیم له نسکورېدو څو ورځې مخکې له سي این این سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د رژیم د ماتې تخمونه له هماغه پیله په دې رژیم کې موجود وو… ایرانیانو هڅه وکړه چې رژیم ته بیا سا ورکړي او وخت یې وغځوي، وروسته روسانو هم د ملاتړ هڅه وکړه. «خو حقیقت دا دی: دا رژیم مړ دی.»
دا څرګندونې د جولاني د ځواکونو د بریا او د بشار اسد د دورې د پای ته رسېدو په اړه د ده اعتماد ښيي. سره له دې، دا پوښتنه پاتې ده چې آیا دا بریا کولی شي په سوریه کې د ثبات او بیا رغونې پیل شي، یا هېواد به لا هم له نویو شخړو او ستونزو سره مخامخ وي؟
رادیکال خو عملپاله مشري
د ابومحمد الجولاني تر مشرۍ لاندې هیئت تحریر الشام ډله پخوا د سوریې د القاعدې څانګه وه. الجولاني د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د جبهه النصره مشري وکړه او هماغه مهال مشهور شو. خو په تدریج یې هڅه وکړه چې د ځان په اړه تصویر بدل کړي.
الجولاني خپله جهادي لونګۍ پرېښوده او پر ځای یې د نظامي یونیفورم اغوستلو ته مخه کړه. په ۲۰۱۶ کې له یې القاعده سره د اړیکو له پرې کولو وروسته، هڅه وکړه چې ځان معتدله سیاسي څېره وښيي. خو له دې سره سره، ډېری لوېدیځ هېوادونه او کارپوهان لا هم هیئت تحریر الشام ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د کورنۍ شالید؛ له دمشق څخه د جولان تر لوړو
جولاني، چې اصلي نوم یې احمد الشرا دی، په سعودي عربستان کې زېږېدلی دی. کورنۍ یې د جولان د لوړو اوسیدونکې وه او د اسد د سیکولر رژیم له مخالفانو څخه وه. پلار یې د سیاسي فعالیتونو له امله کلونه په سوریه کې په زندان کې و او بیا جلاوطنۍ ته اړ شو.
په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغله وروسته ځوان جولاني له سوریې څخه ووت او په عراق کې له القاعده سره یوځای شو، ده هلته پنځه کاله بند تېر کړ. کله چې د ۲۰۱۱ کال له انقلاب سره هممهاله د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، جولاني بېرته خپل هېواد ته راغی او جبهة النصره یې تاسیس کړه، چې وروسته هیئت تحریر الشام شو.
د سیاسي مشروعیت لپاره هڅې
له ۲۰۱۶ کال راهیسې، الجولاني هڅه کړې چې خپل ځان د القاعده او داعش په څېر له نورو افراطي ډلو څخه جلا کړي. هغه په ۲۰۱۵ کال کې په یوه مرکه کې وویل چې د داعش خلاف، پر لویدیځ د برید نیت نه لري او حتا د اسد د حکومت له نسکوریدو وروسته له علوي اقلیت څخه د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
په دې ترڅ کې، هیئت تحریر الشام په ادلب ولایت کې د ملکي حکومت د جوړولو هڅه کړې ده. خو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ډلو په وینا، دغه ډله په جنګي جنایتونو او د مخالفانو په ځپلو تورنه ده.
راتلونکې ته پراته سوالونه
محمد جولاني اوس د پام په مرکز کې دی. ډېر سوریه وال حتا د اسد سیکولرو مخالفانو، د هغه د ځواکونو په پرمختګ خوشالي کړې او دا یې د سوریې لپاره بری بللی دی. خو لا هم د سوریې راتلونکې او د الجولاني د رول په اړه ګڼې پوښتنې پاتې دي.
جولاني پخوا د القاعده په شان ډلو سره نژدې اړیکې لرلې. د امریکا له لوري تر تعقیب لاندې و او د ده د نیولو لپاره یې ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې ده.
ده ته په ورپېښو ننګونو کې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره اړیکې، د ازادو شویو سیمو کنټرول او ساتنه او د نړیوالو اړیکو مدیریت شامل موضوعات دي.
ایا هغه به وکولی شي له دې ننګوتو سره مقابله وکړي او سوریه ثبات ته ورسوي؟ او که یا د هغه تېرې تېروتنې به د هغه پر راتلونکي سیوری وغوړوي؟ وخت به دا ټولې پوښتنې ځواب کړي.
محمد الجولاني له سيایناین سره په خپله مرکه کې په دې خبرې ټینګار کړی و چې د بهرنیو ځواکونو وتل د سوریې لپاره اړین دي. هغه په سوریه کې د امریکا، ترکیې، روسیې، ایران او د ایران د نیابتي وسلهوالو ځواکونو پر شتون نیوکه وکړه او ویې ویل: «زه فکر کوم چې کله دا رژیم نسکور شي، دا مسئله به حل شي او بیا به په سوریه کې د هېڅ بهرني ځواک اړتیا نه وي.»
دا څرګندونې د جولاني هغه لیدلوری ښیي چې د سوریې راتلونکی له بهرنۍ مداخلې پرته تصوروي. خو هغه ننګونې چې ورته پرتې دي، لکه له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره اړیکې، کولی شي د دې غوښتنې د پلي کېدو احتمال پېچلې کړي.
محمد جولاني په خپله مرکه کې د اسد د کورنۍ پر واکمنۍ نیوکه وکړه چې له ۱۹۷۱ کال راهیسې په سوریه کې واک په لاس کې لري. هغه وویل: «سوریه داسې حکومت ته اړتیا لري چې پر اساسي ادارو ولاړه وي، نه داسې نظام چې په هغه کې یو واکمن په خپل سر پرېکړې کوي.»
ده د اسد د رژیم د کلونو ظلم ته په اشارې وویل: «د قدرت د ساتلو لپاره په دې کلونو کې رژیم سلګونه زره کسان وژلي، مخالفان یې زندانونو ته اچولي او میلیونونه کسان یې په بېرحمانه توګه بېځایه کړي دي.»
جولاني د هېواد د جوړښت په بنسټیز بدلون ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ د یوې سترې پروژې په اړه خبرې کوو؛ د سوریې د بیا جوړونې په اړه. هیئت تحریر الشام یوازې د دې خبرو یوه برخه ده او کېدای شي په هر وخت کې له منځه ولاړ شي. دا ډله موخه نه ده، بلکې وسیله ده ترڅو د دې رژیم پر وړاندې مبارزه وشي.»
اوس، څو ورځې وروسته له هغې چې جولاني له سيایناین سره مرکه وکړه، د اسد رژیم نسکور شوی دی او د جولاني د ژمنو د پوره کېدو لپاره لار پرانیستل شوې ده. وخت به وښيي چې هغه به خپلې ژمنې پوره کړي که نه.