پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+افغان روغتيايي کونګرس | ډاکتر لمر

افغان روغتيايي کونګرس | ډاکتر لمر

لومړی څپرکی

افغان روغتيايي کونګرس (AFGHAN HEALT CONGRESS) د افغان روغتياپالو علمي کلنۍ غونډه ده، چې په روغتيايي خدماتو کې د طبيبانو، طبي پوهنپالو (محصلينو)، نرسانو، رنځورپالو، قابله ګانو او روغتيايي مرستندويانو يا پرستارانو د پوهنېزې، حرفوي او تخنيکي ارتقا لپاره د روغتيايي علمي څېړنو، په روغتياپالنه کې د ځانګړو پېښو سپړلو، روغتيايي نوښتونو، د اخطلاتاتو د سپړلو او تخننيکي پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کوي او په کال کې يو ځل د دريو ورځو په ترڅ کې دایرېږي.

لومړی

د روغتيايي پوهنيزې غونډې برخې:

۱ ـ  د جراحي ناروغيو په څانګه کې د علمي څېړنو برخه

۲ ـ  د داخله ناروغيو په څانګه کې د علمي څېړنو برخه

۳ـ په روغتيايي چارو کې د ځانګړو پېښو برخه

۴ ـ په روغتيايي چارو کې نړيوال نوښتونه او د پلي کولو لارېچارې يې په افغانستان کې

۵ ـ د درملنې په بهير کې د تداوي د اخطلاتاتو څېړل او د هغوی د مخنيوي لارېچارې

۶ ـ په جراحي څانګه کې د ټپونو اخطلاتات، درمليز توګې او څېړنيز بهير يې

دويم

د روغتيايي څانګو برخې:

  • جراحي څانګې

ـ عمومي او بطني جراحي

ـ ټپپوهنه او اورتوپيدي

ـ صدري جراحي

ـ د رګونو جراحي

ـ د زړه جراحي

ـ عقلي او عصبي جراحي

ـ پلاستيکي جراحي

ـ نسايي او ولادي جراحي

  • د داخله ناروغيو څانګې

ـ د زړه ناروغي

ـ د سږيو ناروغي

ـ د ويني ناروغي

ـ د هضمي سيستم ناروغي

ـ ایموني ناروغي

ـ عنتاني ناروغي

ـ عصبي ناروغي

ـ رواني او عقلي ناروغي

ـ د عدلي طب څانګه

درېيم

روغتيايي ځانګړې پېښې

د ځانګړو پېښو هغه بېساري پېښې په غونډه کې وړاندې کېږي، چې یو درمليز يا تخنيکي نوښت پکې کارول شوی وي، یا د لومړي ځل لپاره د سيمې او يا نړۍ په کچه تر سره شوی وي او یا له ستونزمنو تخنيکي او درمليز پروګرامونو او پروسو سره درملنه تر سره شوې وي.

څلورم

په تخنیکي، درمليز، اداري او یا هم اقتصادي چارو کې د نوښت په اړه د څېړنو او نويو توګو او وسايلو په اړه معلومات وړاندې کول. په نړۍ کې د نويو پرمختګونو په اړه د مسلکي کارکوونکو د پوهنيزې او تخنيکي پياوړتيا لپاره د معلوماتو وړاندي کول او په افغانستان کې يې د پلي کولو د امکاناتو لارېچارې سنجول.

پنځم

د درملنې په بهير کې د تداوي د ستونزو او اخطلاتاتو په اړه معلومات وړاندې کول، چې د درملنې د پرتليزو څېړنو پر بنسټ يې جاج تر سره شوی وي، چې د درملنې تر څنګ د تخنيکي چارو نا بشپړتيا، د اداري سیستم کاوړتيا او یا هم د روغتيايي کارکوونکو پوهنيزې نيمګړتياوې پکې څېړل شوي وي.

شپږم

په جراحي کې د تداوي اخطلاتات او د ټپونو د رغېدنو ستونزې په پرتليزه بڼه څېړل کېږي او په غونډه کې وړاندې کېږي. د اخطلاتاتو د تکتيکي او ستراتژيک برخه پکې څېړل کېږي او ګډونوالو ته يې لوګاريتمونه وړاندې کېږي. د ټپونو درلمنه په پرتليزه بڼه څېړل او تر سره کېږي او په غونډه کې يې معلومات وړاندې کېږي.

دویم څپرکی

د کونګرس اداري جرګه

اداري جرګه د کونګرس له مشره، علمي مرستيال، اداري مرستيال، مالي مرستيال اجرايوي مرستيال نه جوړه ده.

ـ د کونګرس مشر د کونګرس بڼهو ستراتيژي ټاکي او د اداري غونډو مشري کويږ د کونګرس  اداري، مالي او اجرايوې چارې څاري.

ـ علمي مرستيال د کونګرس لپاره د څېړنیزو ليکنو، د څېړنو لنډیزونه، د ځانګړو پېښو راپورنه او د روغتيايي درملنو د ستونزو پېښې څېړي او کونګرس ته یې ټاکي او له اداري جرګې سره يې همغږې کوي. د غونډې د مشر د نشتون په بهير کې د اداري غونډو مسؤليت لري،  چې د اداري جرګې په غونډه کې به له پورته يادشويو مرستيالو يو تن د اداري غونډې د مشر په توګه ټاکل کېږيږ

ـ اداري مرستيال د کونګرس د اداري چارو مسؤليت لري او د نورو چارو د مرستيالانو او مسؤلينو د همغږي چاري سمبالوي. د غونډې د مشر د نشتون په بهير کې د اداري غونډو مسؤليت لري، چې د اداري جرګې په غونډه کې به له پورته يادشويو مرستيالو يو تن د اداري غونډې د مشر په توګه ټاکل کېږي.

مالي جرګه

ـ مالي مرستيال د کونګرس د مالي چارو مسؤليت لري، چې له مشر او د اجرايوي مرستيال سره په ګډه مالې چارې پر مخ وړي او لارې چارې يې سنجوي. د غونډې د مشر د نشتون په بهير کې د اداري غونډو مسؤليت لري، چې د اداري جرګې په غونډه کې به له پورته يادشويو مرستيالو يو تن د اداري غونډې د مشر په توګه ټاکل کېږي.

مالي منبعي:

  • لومړی مالي منبعه د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت لخوا د کونګرس لپاره بوديجه ټاکل کېږي.
  • د درملنو د شرکتونو، کمپنيو، درملتونونو، فابريکو او روغتيايي تخنيکي مؤسسو او شرکتونو بسپڼه
  • د تجارانو، خواخوږو او اشخاصو مالي بسپڼې
  • د نورو مالي منبعو پلټل او مرستې تر لاسه کول

د کونګرس په دريورځنيو غونډو کې د ورځې په بهير کې د روغتيايي شرکتونو، کمپنيو او فابريکو مسؤلينو لپاره د نندارتون سهولتونه برابرېږي، چې دغه مؤسسې وکولی شي، خپل درمل، روغتيايي، درمليز او جراحي توکي او وسايل په دغه نمايشګاه کې د ګډونوالو ليدللو ته وړاندې کړې، چې په مالي زېرمه کې به ډېر اړين وي.

ـ اجرايوي مرستيال د کونګرس د موضوعاتو او دايرولو د پلي کولو مسؤليت لري. د غونډې د مشر د نشتون په بهير کې د اداري غونډو مسؤليت لري، چې د اداري جرګې په غونډه کې به له پورته يادشويو مرستيالو يو تن د اداري غونډې د مشر په توګه ټاکل کېږي.

 اجرايوي جرګه

اجرايوي جرګه د کونګرس له مشره، اجرايوي مرستيال او علمي مرستياله جوړېږي، چې له تخنيکي مسؤل، د اهتمام مسؤل او مالي مرستيال سره په ګډه کلنی کونګرس پلی کوي. اجرايوي مرستيال د کونګرس مشر ته د راپورورکولو مسؤليت لري. د ځای نيولو مسؤليت او د مېلمنو لپاره د خوبتون او د کونګرس په ترڅ کې د ناشتا، ماسپښنې او ماښامانۍ د تېارولو مسؤليت د اجرايويو جرګې مسؤليت دی. د کانګرس لپاره په افغانستان کې يو لوی ښار ټاکل کېږي، چې د غونډو ځای او د مېلمنو لپاره ميلمستون او تخنيکي سهولتونه ولري.

ـ تخنيکي مسؤل د غونډې دځای د سمبالولو، د تخنيکي، برېښنايي او ديجيتلي چارو مسؤليت لري. د کونګرس د غړو لپاره د بودوباش چارې، د کونګرس په ترڅ کې د شرکتونو او کمپنيو د تجارتي اعلاناتو چارې سنجوي او له خپلو همکارانو سره د کونګرس د ټولو برخو لپاره تخنيکي چارواکي ټاکي. تخنيکي چارواکی به د کانګرس د برېښنا پانې په جوړولو او نویولو کې برخه اخلي. د نندارتون چارې د اجرايوي جرګې مسؤلیت دی. د بهرنيو ويناوالو لپاره بايد د زوم چارې او يا بل اينترنيتي امکانات جوړ شي.

ـ د اهتمام مسؤل به د کونګرس لپاره د کونګرس په برېښنا ليک (ايمېل) کې څېړنيزې ليکنې، څيړنيز لنډېزونه، د ځانګړو پېښو راپورونه او ټپونو د ستونزو په اړه څېړنيزې ليکنې او بيمرونه راټولوي او د اجرايوي مرستيال په مرسته به يې د هوکړې لپاره د کونګرس مشر ته وړاندې کوي، چې وروسته له هوکړې به د کونګرس په ټولګه کې د کونګرس د کتاپ په بڼه خپرېږې، چې د کونګرس په ترڅ کې به پېرودل کېږي، چې د بل راتلونکي کونګرس د رابللو لګښت به پرې کېږي. د کانګرس علمي مواد بايد له کونګرسه ۶ مياشتې مخکې راټول او د چاپ لپاره چمتو شي. د ليکنو ټولګه بايد مخکې له کونګرسه چاپ شي. مخکې له کونګرسه به د ويناوالو د څېړنيزو ليکنو، لنډيزونو، ځانګرو پېښو او د ټپونو د ستونزو د پېښو نومليک د بروشور په بڼه او ديجيتل په برېښنا پاڼه کې خپرېږي.

د روغتيايي پوهنيزې غونډې د پرېکړو جرګه

د کونګرس په هر تخصصي سېکشن يا څانګه کې د وړاندې شويو علمي څېړنو او د بحث د پلاتفورم په اړوند پرېکړې کېږي، چې د ټولو تخصصي څانګو پرېکړې به د روغتيايي پوهنيزې غونډې (کونګرس) د پرېکړو د جرکې په اډانه کې سپړل کېږي او د کونګرس د عمومي پرېکړو په بڼه به تر سره کېږي او رسنيو کې به د کونګرس د نشراتو د څانګې لخوا خپرېږي. په دغه جرګه کې د راتلونکي کونګرس د دایرولو نېټه، ځای او د کونګرس اډانه ټاکل کېږي.

د روغتيايي پوهنيزې غونډې د پاينټونو او اکريدېتېشن ټاکل

د افغان روغتيايي کونګرس به درې ورځې دوام کوي. د علمي موادو په اړوند به د هر سېکشن لپاره نمرې يا پاينټونه ټاکل کېږي، چې ګډونوالو ته به يې د شهادتنامې په بڼه  د پاينټونو له راجستر سره ورکول کېږي. د درېورځني افغان روغتيايي کونګرس پاينټونه به د کونګرس په عمومي سرتيفيکېټ يا ګډونليک کې ليکل کېږي او ګډوالو ته به د غونډې په درېيمه ورځ د غونډې په پای کې ورکول کېږي. د کونګرس هر ويناوال به د خپلې څېړنې اړوند ځانګړې شهادتنامه تر لاسه کوي.

په کونګرس کې د هر سېکشن لپاره ۲ پاينټه يا نومرې او د افغان روغتيايي کونګرس عمومي سطرټيفيکېټ به ۱۸ پاينټه لري.

درېيم څپرکی

د روغتيايي غونډې د پوهنيزې څانګې اډانه

ـ د پوهنيزو څېړنو ليکنې، چې د يو عالم د احصايوي او يا د ليکنو د تحقيقي څېړنو پر بنسټ به تر سره شوي وي، چې د کونګرس له کچې او پاليسي سره برابرې وي او د موضوع نوم، د عالمانو نومونه، کليدي لغتونه او اصطلاحات، لنډه مقدمه، د څېړنو پوره راپور، مباحثه ، پرېکړه، انځورونه  او علمي مؤخذونه پکې درج وي.

ـ د پوهنيزو څېړنو لنډيزونه، د هغو څېړنو شارت نوټ دی، چې د موضوع نوم، د عالمانو نومونه، کليدي لغتونه او اصطلاحات، لنډه مقدمه، د څېړنو لنډيز، پرېکړه، انځورونه  او علمي مؤخذونه پکې درج وي.

ـ د ځانګړو پېښو پرېزنتېشنونه يا لنډېزونه، چې په دې برخه کې به هم د موضوع نوم، د عالمانو نومونه، کليدي لغتونه او اصطلاحات، لنډه مقدمه، د څېړنو لنډيز، پرېکړه او علمي مؤخذونه پکې درج وي.

ـ د روغتيايي څېړنو او ځانګړو پېښو بيمرونه، چې د موضوع نوم، د عالمانو نومونه، کليدي لغتونه او اصطلاحات، لنډه مقدمه، د څېړنو لنډيز، پرېکړه، انځورونه  او علمي مؤخذونه پکې درج وي. بيمرونه به د نندارتون د علمي څېړنو په برخه کې ځای پر ځای کېږي.

څلورم څپرکی

د کونګرس د غونډو بڼه

  • د کونګرس عمومي کلنۍ غونډه به د ټولو ګډونوال او متخصصينو لپاره وي، چې د څېړنيزو ليکنو څخه د ټاکلشويو موادو پر بنسټ به د درې ورځو په ترڅ کې به هره ورځ د ټولو ګډونوال لپاره دايرېږي، چې د کونګرس د جراحي، داخله ناروغيو او څانګړو پېښو او د ټپونو او تداوي د اخطلاتاتو برخې به پکې شاملې وي.
  • د پوهنيزې غونډې څانګيزې يا تخصصي غونډې به د کونګرس له دويمې ورځې پيلېږي او پاتې دوې ورځې به وي او په بېلابېلو د جلسو په صالونونو کې به دايرېږي، چې د هرې تخصصي غونډې مشر به د همغه تخصص له برخې وي او بشپړ پوهنيز او علمي صلاحيت به لري، چې يو د غونډې اداري مرستيل به هم لری، چې د غونډې په پرمخوړلو کې به ورسره مرسته کوي. د غونډې په پای کې به د هرې تخصصي غونډې پرېکړه ليک ليکل کېږي او د کونګرس د پرېکړو جرګې ته به سپارل کېږي. د دغه غونډې ګډوال به د دې برخې شهادتنامې تر لاسه کوي او د دغه غونډې د مشر او مرستيا لخوا لاسليک کېږي.
  • د ځانګړو پېښو غونډه به په بېل صالون کې وي او همدا ډول به د بيمرونو تر څنک د يو ويناوال لخوا وړاندې کېږي او د مباحثې چارې به يې د کونګرس چارواکي، چې د علمي بورډ يا جرګې لخوا ورته ټاکل کېږي. د دغه سېکشن ګډوال به د دې برخې شهادتنامې تر لاسه کوي او د دغه غونډې د مشر او مرستيا لخوا لاسليک کېږي.
  • د ټپونو د ستونزو او درملنې غونډه. دغه غونډه به په درملنه او د جراحي ټپونو د ستونزو د سپړلو لپاره څانګړې شوي وي، چې د علمي جرګې لخوا به هغه ځانګړې پېښې په بېل صالون کې اورېدونکو متخصصينو او محصلينو ته اورول کېږې، چې ګډوال به يې د دې برخې شهادتنامې تر لاسه کوي او د دغه غونډې د مشر او مرستيا لخوا لاسليک کېږي.
  • د نويو تخنيکي او درملیزو نوښتونو غونډه. په دې غونډه که به د افغانستان، سيمې او نړۍ هغه تخنيکي او برېښنايي روغتيايي نوښتونه وړاندې کېږي، چې روغتيايي متخصصان کره نوي معلومات تر لاسه کړي او د پلي کولو امکانات يې په خپلو روغتونونو او کلينيکونو کې وسپړي او شرايط يې برابر کړي، چې خلکو مناسبه او هر اړخيزه روغتيايي مرسته ورسېږي. د غونډې مواد بايد د تخصص په ارتقا کې اړين اغېز ولري. د تداوي نوي توګې به د وروستيو نړيوالو څېړنو پر بنسټ د کانګرس ګډونوالو ته وړاندې کېږي او نوي معلومات به په روغتيايي تخنيکي او درمليز ډګر کې له معاصر څېړنو سره همغږي لري. د دغه سېکشن ګډوال به د دې برخې شهادتنامې تر لاسه کوي او د دغه غونډې د مشر او مرستيا لخوا لاسليک کېږي.
  • د کونګرس پايغونډه به د درېيمې ورخې به دويمه نيمايي کې دايرېږي، چې د کانګرس د علمي ويناوو، علمي څېړنو او د کانګرس د سمابلچارو جاج اخيستل وي. په پايغونډه کې به د کونګرس پرېکړه ليک صادرېږي او د بل راتلونکي کونګرس په اړه به لنډه مباحثه تر سره کېږي، چې کوم مواد او په کومو برخو کې څېړنيزې غونډې تر سره شي.

د کونګرس له پايغونډې وروسته به ګډونوالو ته شهادتنامې یا د کونګرس ګډونليکونه د کونګرس د مشر او د عمومي دوه ورځنيو غونډو او پايغونډې د مشر لخوا لاسليکېږي. په تخصصي برخو يا سېکشنونو که به د همهغه تخصصي غونډې د مشر او مرسټيال لخوا نغوتليکونه لاسلېکېږي. ګډوالو ته به د تخصصي غونډو په پاي کې ورکول کېږي. د کونګرس هر ويناوال د خپلې موضوع په اړه د کونګرس ځانګړی د ويناوالو سرتيفيکېټ ترلاسه کوي.

د کونګرس په پای کې د افغان روغتيايي کونګرس پرېکړه ليک صادرېږي او په رسنيو کې به د نشراتو د څانګې لخوا، چې په اجرايوي جرګې پوري اړونده ده، خپرېږي.

و من الله التوفيق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب