Homeخبرونهقطر او امریکا؛ د افغانستان ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره د ۵۰ ملیون...

قطر او امریکا؛ د افغانستان ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره د ۵۰ ملیون ډالرو هوکړه وکړه

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۹مه) د دوحې فورم ناستې په څنډه کې د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې د افغانستان څانګې (USAID) او قطر د ټولو لپاره د زده کړو بنسټ (EAA) د افغانستان د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ په موخه د ۵۰ ملیونه ډالرو هوکړه وکړه.

دغه مالي مرسته به ۱۰۰ زره له زده کړو پاتې ماشومانو ته ښوونځیو ته د تګ او دوه زره افغان زده کوونکو ته د بورسیو زمینه برابره کړي.

په دغه هوکړه کې د مالي مرستو سربېره د افغانستان د ښوونیز نظام پر پیاړوتیا هم خبرې شوي دي.

دا هوکړه داسې مهال لاسلیکېږي، چې اوسمهال په افغانستان کې د نجونو پرمخ هر راز ښوونیزه دروازه بنده ده پرته له مدرسو.

یواځې تر شپږم ټولګې نجونو ته د تګ اجازه شته او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...