پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۹مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه( د لیندۍ ۱۹مه ) د سوریې پر اوسني وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي.

فرانس پرېس خبري آژانس د یوشمیر ډیپلوماټیکو سرچینو د خبرو له مخې ویلي، چې غونډه به د بندو دروازو تر شا وي.

دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړېږي، چې په سوریه کې د بشارالاسد د کورنۍ د نږدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او واک د تحریر الشام جنګیالیو تر لاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد او کورنۍ یې په روسیه کې پناه اخیستې ده.

د دې غونډې د جوړېدو خبر داسې مهال خپرېږي،چې د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش په خپله ایکس پاڼه د سوریې ۱۴ کلنه له وحشته ډکې کورنۍ جګړې په اړه لیکلي:
“نن د ډیکټاټور نظام له نسکوریدو سره د سوریې خلکو د یو باثباته او سوله‌ییز راتلونکي د جوړولو تاریخي فرصت تر لاسته کړي دی.”

1 COMMENT

  1. چی تاریخی فرصت یی تر لاسه کړ بیا نو بیړنۍ غونډی ته څه حاجت او ولی د بندو دروازو تر شا؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب