نړیوال همیشه د علم او پوهې پر ارزښت ږغیدلي دي؛ خو موږ بیا د توري او انقلاب خبري کړي دي. ځکه زموږ د جنګ په غره ولاړه ټولنه د جنګ شدت، دوینو سور رنګ، د شهیدانو قبرو، د کونډو بیوزلۍ د یتیمانو اوښکو او د غربت بلا د نړۍ له رنګینیو او ښایست څخه په خپلو وحشتګرو ګردونو پناه کړیده لکه څنګه چي د لوړو غرونو لوړي څوکي د وریځو غبار زموږ له سترګو پناه کړی دي.
هو!
دا د بدرنګيو تر شا پناه افغانه ټولنه نومیږی. افغانه ټولنه هم یو وخت د ښایستونو کور وو. دا د جنګ میدان د سولیزو ترانو اتڼي ماحول وو . د آسیا زړه، د ریښتنو اتلانو ټاټوبی ، د پوهي زانګو ، دشعر او ادب مرکز او د موسمي ښکلا د ویاړ په لرلو سره د نړیوالي جغرافیې په زړه کي د جانان په څیر د ځانګړي ځاي څخه برخمن بل څوک نه همدا افغانستان وو . خو برعکس د وخت جبر او زموږ غفلت نن راباندي د بلاګانو څیري هم ولیدې .چي له امله یي دا تاریخي سمبول اوس د جهل/ناپوهۍ تیارو او د ډیرو ظلمونو بدرنګۍ د ځوانۍ له بامه د لیونتوب په غره خیژولي دي. دا خاوره د غیرتي جغرافیې په نامه د شهرت له مقامه د ناپوهۍ په ځنځیر د جنګ مرکز ته راوستل سوه. دا هغه وخت وو چي د افغان ماشوم په لاس کي د قلم پر ځاي د توپک ړوند پیټی ورکړل سو. دا ړنده بلا ځکه تر قلم بهتره معرفې سوه چي خپل او پردی ونه پیژني او د افغان په وینو تویولو سره د بل افغان په زړه کي د رحم او خپلوۍ څړیکه ساه وانخلي نو همدا دلیل دي چي نن راته اور له خپلي لمني بل دي او نړیوال یي د نندارې څخه خوند اخلي. په دې وروستیو کي د خوښیو هر ډول زموږ د خپل منځي نفاق له وجې کډه وکړه. یوازینۍ د هیلو شمعه چي افغانانو د ډیرو شدیدو بادونو په منځ کي په ډیر زحمت پدې تمه چي د دومره وینو بهیدو او ورور وژني وروسته که خدای ج دا پاته کنډ او کپر نسل د علم په ښایست ونازوئ ژوندۍ ساتلې وه. خو نپوهیږم چي ولی ؟ د افغانانو هیلي د پوره کیدو قابلیت نه لري. دا شمعه هم د نجونو پر مخ د تعلیمي دروازو په بندیدو سره قتل او افغان نجوني د خداي ج ورکړي حق (تعلیم ) څخه محرومه سوې.
د تورتمونو په تیارو کي د ورک افغان ملت د بهیدونکو اوښکو تر شا د ظلمونو بیلابیل رنګونه دي چي بیانول یي پر زخمونو د مالګې شیندلو حیثیت لري. د افغان نجونو سره د علمي تشدد په برخه کي تشددکوونکو د تاریخ هغه برخه چي د افغان میرمنو شجاعت ته ځانګړې سوې له پامه غورځولې ده. دوي:(ښځه یا د کور یا د ګور بولي) خو تاریخ شاهد دي چي هر کله افغان میرمنو خپل هیواد ته ویاړ او بریا ډالۍ کړیده . پدې لار کي مخکښ مثالونه: ملاله میوندۍ ، زرغونه انا ، نازو انا، په هرات کي میرمن سپینه او دې ته ورته نور دي چي تر اوسه یي نومونه ژوندي او خلګ یي په ډیر ویاړ سره پر خپلو لوڼو او خویندو ایږدی خو د اوسني وضعیت (تعلیمي پابندي) په رامنځته کیدو سره به حتمي تاریخ دا ولیکئ چي د ظلم پاي څه دي؟
لیکواله سپینه سپېڅلې
جرمني، بن ښار