تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په ۲۰۲۵ م کال کې به تر ۱۲ میلیونه زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونسیف پرون (شنبې) په یوه راپور کې ویلي چې دا د هغه لوی بحران یوه برخه ده چې له کبله یې په ټول افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون خلک مرستو ته اړتیا لري.
یونسیف په دې راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت یو تیاره انځور وړاندې کړی، او ویلي چې له جګړې څخه پام اقتصادي کړاو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو، او د عملي خنډونو خوا ته اوښتی دی.
یونسیف د مرستو رسولو پر وړاندې زیاتېدونکو خنډونو ته په اشارې وویل چې د بشري سازمانونو لپاره د عملي ساحې تنګیدل د مرستو رسولو چارې نورې هم ستونزمنې کړي دي.
یونسیف وايي چې اساسي خدمات د زیان منونکو ماشومانو د حالت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.
راپور وايي: «له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولو برخو کې د بشري اړتیاوو کچه لوړه شوې، چې دا د زیانمنو ټولنو د مقاومت د نشتوالي او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کمې پانګې پایله ده.»
د دې بحران د حل لپاره، یونسیف اعلان وکړ چې ډېرې مالي مرستې ته اړتیا لري څو په افغانستان کې د ۱۹ میلیون خلکو په ګډون له ۱۰.۳ میلیون ماشومانو سره مرسته وکړي. دا پیسې به د ژوند ژغورنې مرستو او اساسي خدماتو لپاره وکارول شي چې موخه یې د ټولنو ملاتړ او د لا زیانونو مخنیوی دی.
خلفای راشدین رضی الله عنهم حتی د خپل د قلمرو د حیواناتو په وړاندی هم احساس د مسؤلیت درلود؛نو آیا په طالبی اسلامی نظام کی داسی کوم وارث الانبیاء ایماندار اولی الامر شته چي د دی ډول ماشومانو پوښتنه وکړی د بیت المال په حساب یا د شخصی صدهزاری معاشاتو نه.
که وزراء، رؤسا ،والیان او جنرالان د ماهانه عوایدو ۵٪ یا شلمه برخه له باب د اخلاقی مسؤلیت ،شفقت او انسانیت بیا اشرف مخلوقات دی ماشومانو ته حواله کړی لدی شاقه او نظام شرموونکی حالت دا محروم او بی کسه ماشومان به خلاص او حتی درس ویلو ته به آماده شی خو که اولی الامر احساس د مسؤلیت وکړی شی یا که د اضافی مصارفو مخنیوی او دریم واده ونکړی یا لکه سابقه امراوو د ښځو طلا او زیورات یی کیلویی تر زنګنو او د تالان مسابقه کی د لیوه رول ونلری.
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی: من لا یرحم لا یرحم