پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهمحمد په بریتانیا کې د هلکانو تر ټولو ډېر اېښودل شوی نوم...

محمد په بریتانیا کې د هلکانو تر ټولو ډېر اېښودل شوی نوم شو

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۱۶ مه) د بریتانیا د ملي احصاییې ادارې نوی راپور ښیي چې په لومړي ځل په دې هیواد کې د “محمد” نوم پر هلکانو تر ټولو زیات اېښودل شوی نوم دی.

د راپور له مخې، په تېرو ۳۰ کلونو کې د هغو کسانو شمېر چې نوم یې “محمد” دی، په دې هېواد کې پر له پسې زیات شوی دی. اوس مهال د بریتانیا په هرو ۴۰ نارینه کې یو یې محمد نومېږي.

د “ډیلي مېل” ورځپاڼې د راپور له مخې، په بریتانیا کې د مسلمانانو د ټولنې د زیاتېدو او ورسره جوخت دې هیواد ته د مسلمانانو د مهاجرت او د مو (محمد) فرح، محمد صلاح، او محمد علي په شان د ورزشي څېرو د محبوبیت له کبله دا نوم ډېر شوی دی.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې “محمد” نوم د بریتانیا د هلکانو لپاره په لسو تر ټولو مشهورو یا زیات اېښودل کېدونکو نومونو کې شامل و، خو تېر کال یې “تر ټولو د محبوب نوم” لقب ترلاسه کړ او د “نوح” نوم ځای یې ونیوه. “نوح” نوم تېر کال په درېیم شوی و.

په عین حال کې، “الیویا” نوم د اتم کال لپاره د بریتانیا د نجونو تر ټولو مشهور نوم پاتې شوی دی، او “آملیا” او “آیلا” نومونه په دویم او درېیم ځای کې دي.

د احصاییې اداره هر کال د نویو زېږېدلو ماشومانو نومونه تحلیلوي او په بریتانیا کې تر ټولو مشهور او لږ مشهور نومونه خپروي. دا درجه‌بندي د نومونو دقیقې املا ته په پام ترسره کېږي، او نومونه چې مختلفه املاء ولري جلا حسابېږي.

په تېرو کلونو کې د محمد نوم په درو جلاجلا املاوو د هلکانو لپاره په ۱۰۰ تر ټولو مشهورو نومونو کې و، خو دا لومړی ځل دی چې یوازې یوه املا (Muhammad) د فهرست په سر کې ځای لري.

تېر کال د محمد نوم د (Muhammad) په املا سره ۴۶۶۱ ځلې، د (Mohammed) په املا سره ۱۶۰۱ ځلې، او د (Mohammad) په املا سره ۸۳۵ ځلې په انګلستان او ویلز کې ثبت شوی و.

محمد نوم د انګلستان په ۹ سیمو کې په څلورو سیمو کې تر ټولو مشهور نوم دی، خو په ویلز کې یې ۶۳م ځای خپل کړی دی.

“الیویا” نوم د انګلستان په پنځو سیمو او ټول ویلز کې د نجونو تر ټولو مشهور نوم دی. له ۲۰۰۶ کال راهیسې دا نوم تل په درې تر ټولو مشهورو نومونو کې پاتې شوی دی.

د عامه فرهنګ اغېزې او د شاهي نومونو د شهرت کمېدل

د ملي احصاییې ادارې غړی ګرېګ سیلي وایي، عامه فرهنګ د ماشومانو د نومونو په شهرت کې لوی اغېز لري. د بېلګې په توګه، د موسیقۍ په ستورو پورې تړلي نومونه لکه “بیلي”، “لانا”، “مایلي”، او “ریانا” د نجونو لپاره زیات مشهور شوي دي، او د هلکانو لپاره د “کندریک” او “التون” نومونه زیات شوي دي.

د امریکا د ۲۰۲۳ کال د “باربي” فلم د بریا له امله د “مارګو” نوم ۲۱۵ ځلې زیات شوی او په ۱۰۰ تر ټولو مشهورو نومونو کې ۴۴م ځای ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې، د بریتانیا د شاهي کورنۍ د غړیو نومونه په ۲۰۲۳ کال کې لږ شوي دي. “جورج” نوم ، چې پر۳۴۹۴ ماشومانو اېښودل شوی، په څلورم ځای کې دی، خو دا لومړی ځل دی چې په تېره لسیزه کې دا نوم لږترلږه څلور زره ځلې ثبت شوی. “ویلیم” په ۲۹م او “لويي” په ۴۵م ځای کې دي.

د نجونو لپاره د نومونو په انتخاب کې د ماشوم د زېږېدو وخت هم اغېز لري، لکه دا نومونه: “آټم” (منی) او “سامر” (اوړی) چې په اړوندو موسمونو کې زیات شهرت ترلاسه کوي. د دسمبر په میاشت کې “هالي”، “رابین”، او “جوزف” ډېر محبوب وي.

له نویو نومونو څخه چې په ۱۰۰ مشهورو نومونو کې شامل شوي، “هیزل”، “لیلا”، “نواه”، او “رایا” د نجونو لپاره او “جکس”، “انزو”، او “بودي” د هلکانو لپاره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب