پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+د ایډز لپاره نوی درمل خورا اغېزمن دی

د ایډز لپاره نوی درمل خورا اغېزمن دی

تاند – څېړونکو موندلې چې یوه نوې دوا، چې «لناکاپاویر» (Lenacapavir) نومېږي، د ایچ آی وي (HIV) په ویروسو د اخته کېدو خطر د پام وړ حد ته کموي او کېدای شي تر هغو ورځنیو ګولیو اغېزناک بدیل وي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د انترسټنګ انجینیرنګ د راپور له مخې، د ایموري پوهنتون او «ګریډي هیلت سیستم» څېړونکو په یوه څېړنه کې وښودله چې په کال کې دوه ځله د لناکاپاویر پیچکاري، پر ایچ آی وي د اخته کېدو خطر ۹۶ سلنه کموي. د څېړنې مشر مولف، «کولین کلې»، دا پایلې حیرانوونکې وبللې او د دې دوا د اسانتیاوو یادونه یې وکړه، ځکه چې یوازې هر شپږ میاشتې وروسته باید ستنه ووهل شي.

دا لاسته راوړنه په ځانګړي ډول هغو کسانو ته مهمه ده چې باید هره ورځ ګولۍ وخوري. په یوه کلینیکي آزموینه کې، چې په تصادفي ډول ترسره شوې وه، د لناکاپاویر ۹۹ سلنه کاروونکي پر ایچ آی وي اخته نه شول. د دې دوا له ۲۱۷۹ کسانو څخه یوازې ۲ تنه پر دې ویروس اخته شوي، په داسې حال کې چې د هغو ۱۰۸۶ کسانو له ډلې چې هره ورځ یې «تروادا» (Truvada) ګولۍ خوړلې، ۹ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

د ورځنیو ګولیو په پرتله د دې نوې پیچکاري کېدونکې دوا اغېز خورا ډېر و، او دا د اېډز د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو مهم پرمختګ وګڼل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب