یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+د سوله‌مل «بندي غږونه» | م․ا․كرگر

د سوله‌مل «بندي غږونه» | م․ا․كرگر

«بندي غږونه» د عبدالوکیل سوله‌مل نوى او په زړه پوري كتاب دى. له يوې خوا څو کيسې دي؛ له بلې خوا يو داستان دى. كه له يوې زاويې وکتل شي، نو واحده موضوع ده. البته دا يوه فرضيه ده. په واقعيت كې ټولې ۲۲ لنډې کيسې دي. موضوعات يې دومره سره نږدې دي، چې د لوستونکي په ذهن كې يو ټوټه ټوټه ناول ژوندي كوي؛ خو په څه خبرې كوي؟

يو مهال مې د بالزاك په باب چې يو فيلسوف ليكلی و، لوستل، چې د بالزاك د وخت او زمان ټولنه او مناسبات د تاريخ په نسبت د بالزاك په ادبي اثارو كې لا ښه شرح او تحليل شوي دي. اوس كه د «بندي غږونه» اثر د عموميت پر ځاى په يوه محدوده او په يوه جهت كې پرې خبرې وكړو، نو په ټوله كې د افغاني ټولنې په تېره د پښتني افغاني ټولنې د يوې سترې انساني كتلې، يعنې ښځينه جنس، ماضي او حال پكې راسپړل شوی دی.

په دې ليكنه كې په څو ټکو تمرکز كوو:

  • د ارزښتونو — د نويو او دوديزو ارزښتونو په جګړه كې د مېرمنو او يا ښځينه جنس قرباني.
  • د نوي ښاري مدنيت او د لرغوني بدوي مدنيت يا فرهنګ ترمنځ جګړه او په دې لړۍ كې د ښځو نقش او سرښندنه او د هغوی د حقونو تر پښو لاندې کېدل.
  • په دې جګړه كې د لرغونو مذهبي موسسو منفي او ظالمانه رول.
  • د مقدساتو تر څادر لاندې د پيرانو په نامه روحانيانو د ناسم او دروغجن ديني قشر وحشيانه او بربري کړنې.

همدا رنګه په ټولګه او کيسو كې په وار وار موږ د ليکوال «تابو ماتونه» او زړورتيا هم وينو. په دې اړوند ويلی شو چې د نسبتاً يوې واحدې موضوع په باب د لنډو کيسو په فورم كې لومړنی ادبي اثر دى.

په دې ليكنه كې د کيسو نچوړ او يا لنډيز نه وړاندې كوو؛ خو په ځينو مواردو كې چې اړينه وبرېښي تماس نيسو. په ټولو کيسو او د کيسو په محتوياتو ځان پوهېدنه د لوستونکي كار دى، چې کيسو ته مراجعه وكړي او ويې لولي.

اړينه ده، لومړی په څو مسالو رڼا واچوو. په تاريخي لحاظ په بدوي ټولنه كې بيا تر اوسه د ښځو په نقش او د هغوی ژوند ته يو فلسفي كتنه وكړو. همداراز په ارزښتونو به هم څه خبرې وكړو، چې ارزښت څه شى دى.

ښځينه جنس او په تاريخ كې د هغوي په باب ناسم ليد: شواهد او ليکلي اسناد د لرغوني يونان په باب روښانوي، چې له ښځينه جنس سره د ماشومانو په توگه چلند كېده. د ژوندانه په اوږدو كې له زياتو شيانو بې برخې وې. د بدوي ټولنې په بطن كې ښځينه جنس ان په يونان كې د كاليو د اخيستلو اجازه نه درلوده، بايد د قانون له مخې يې عمل كړی واى. ښځو په بدوي ټولنه كې د دې اجازه نه درلوده، چې داسې ځايونو ته ورننوځي چې هلته نارينه وي. ښځو د افلاتون په دور او له هغه دمخه هم د دې اجازه نه درلوده، چې عمومي بازارونو ته چې هلته نارينه وي، ورننوځي. ښځې د مېرمنو په توگه د نارينه وو له خوا غوره كېدلې.

دا دارزښتونو له خاطر نه و او د هغوی د شخصيت له مخې هم نه؛ بلكې د بچو د زېږون او د كور د ماحول د ساتنې په موخه و. له نارينه څخه مطلق اطاعت او د اقتصادي نظم د چارو د سمون او ساتنې مسايل لومړی شرط وو.

په مارکسيستي شننو كې هم دې ته پام شوى، چې د كار د وېش په سيسټم رامنځ ته كيدا او د درندو كارونو په غاړه اخيستل دنارينه وو  له خوا  اودا  چې  مېرمني د ولادت ستونزو او نورو كارونو په غاړه اخيستل د دې سبب شو  چې  پلار واکي سيستم رامنځ ته شي ، دا سيستم په خپل ذات كې د ښځو له پاره د يو ډول دوزخ د جوړېدو نښه وه.

کله چې له لرغونو زمانو پيل كوو او د هغه مهال يادونې كوو، نو د لرغوني يونان په باب خبره كوو. په لومړي سر كې په لرغوني يونان كې له مسيحيت نه پېړۍ تر مخه د افلاتون عقاید مطرح شول، چې هغه غوښتل نوې او سخته لاره په يوناني فرهنګ كې پرانېزي. کېداى شي پوښتنه وشي، چې څرنگه هغه فيلسوف چې عقيده لري، ښځينه جنس د خبيثه او شريرو ارواحو نه هست شوې؛ خو د ښځو د ټولنيز نقش لپاره داسې طرح چې له نارينه سره ورته وي، وړاندي كوي.

يو څېړونكي وايي، څرنگه كولای شو داسې فيلسوف تصور كړو چې له يوې خوا د ارماني ټولنې بڼه مطرح كوي او له بلې خوا داسې باور ولري، چې ښځې په طبعي او فطري ډول د نارينه انسان په نسبت شرير او خبيث وي. دغه دوه پوښتنو ته د ځواب څخه تر مخه لازمه ده د بشري ټولنې د يو موډل په توگه د لرغونو يونانیانو ادابو او رسومو ته پام وكړو.

له پيل څخه د يونان په ادبياتو او د «هسيود» په اثارو كې كارونه، چارې، او د خدايانو نسب نامه په کُلي توگه په هغو كې له ښځو كركه څرګنده شوې ده. د هسيود په نظر، په لومړي سر كې يوازې نارينه و چې له هېڅ كړاو پرته ځمكې ته راغلل. د لومړي وار لپاره لومړنۍ ښځه د «پاندورا» په نوم چې په واقعيت كې د «شر» سرچينه وه او بدمرغي يې منځ ته راوړه؛ نو د انسان بدمرغي هم ورسره پيل شوه. پاندورا چې د ټيټ او خبيث نژاد څخه وه، د ښځو نسل له پاره  د هلاكت سرچينه وگڼل شوه ،  وايي کله چې  دپاندورا  پښه ځمكې ته راغله د نارينه وو سره چې ابدي وو — نو بدمرغي او فساد د ښځې په ظهور سره د انسانانو په نژاد كې هم څرګند شو. هسيود څرګندوي چې له بده مرغه ښځه د حمل او د كور ساتلو او نظم له پاره اړينه وه. په دې اساس بزګرو ته مشوره وركول كېده چې لکه څنګ چې غوايان په اوسپنه ځمكه څیروي، نو ښځه د كور له پاره اړينه ده. هغه د خپلو اثارو لوستونکو ته خبرداری وركوي چې په ښځو باور مه كوي.

هومر د لرغوني دنيا ټول حقايق د ښځو په باب روښانوي، وايي: «ښځي په طبعي توگه دويمه درجه جنس ګڼل شوې ده او هغوی يوازې د زېږون او د كور چارو د سمبالولو او د نارينه د ټولنيزو چارو د مديريت كولو دنده لري.» (۴-۱۹)

پورته ويل شوي مسايل چې د يونان د فلسفي مكاتبو او د لرغوني بدوي بشري ټولنې عناصر دي، جوتوي چې ان تر ننه يې خپل ژوند ته دوام وركړى دى. همدا حقايق دي چې نښانې يې په ټول بشريت، په منځني ختيځ، اسيا او لرغونو ټولنو كې ليدل کېږي او په تدريج سره يې د مقدساتو څادر هم اغوستې، د سپېڅلو متونو په محتوا كې يې تر ننه ژوند كړی او د يوه نامريي ځواک په توگه اوس هم په ټولنه خپل فرمان چلوي.

بدوي احكام چې په ښځه يا ښځينه جنس په نسبت د شرير او خبيث عنصر يادونه كېږي، هم د پاندورا په اسطوره كې، هم د لرغوني يونان په فرهنګ كې او هم په اديانو كې يې يادونه كېږي. موږ يې مجسم او عيني واقعيتونو په توگه په خپله ټولنه كې وينو. لومړۍ مو وكتل، خو دا ټول بيانات او اساطير د نن ورځ د ټولنپوهني او ارواپوهني د څېړنو په رڼا كې يو غيرعلمي، نامناسب او وحشيانه اظهارات دي. د همداسې اساطيرو له سمندره يې مذاهبو ته لاره كړې او ځاى يې نيولى دى. سوله مل په ټوله كې د همداسې مسايلو په رڼا كې د خپلې ټولنې د ښځو ژوند انځور كړي دى.

که پورته مسايلو ته پام وکړو، همدا خرافاتي او بدوي عناصر او احكام د مقدساتو په نوم زموږ په ټولنه كې حاكم دي. اوسني سياستونه د ښځو په وړاندې او د هغوي د شخصيت په وړاندې يې څرګندې بيلګې دي.

د بندي غږونه کيسې څه وايي: په دې برخه كې د څو کيسو بېلګو يادونه كوو:

۱

كيسه: «هلته چې د موكراسي پاى مومي»: په دې كيسه كې چې په لندن كې غځېږي، د كركټر د خپلې دوديزې او خرافاتو كې گيره ټولنه او د لندن د يوه اوسېدونکي د خبرو په ترڅ كې پرمخ ځي. ښځينه كركټر ليلما وايي: اى كاش چې زما مور دا توان درلودى. ځوان بې ځنډه وويل، چې پلار دې دا توان لري، نو مور دې ولې له دې حقه محرومه شي؟ دا لندن دى، كابل خو نه دى ګرانې. د ليلما سر وځړېده: پلار به مې لاړ شي، بله ځوانه ښځه به وكړي، خو مور مې نه په داسې عمر كې ده او نه په داسې مود كې چې بل مېړه وكړي. خبره يې ستوني كې وچه شوه او غريو واخيسته.

په دې كيسه كې په يوه غشي دوه نښي ويشتل شوي دي: له يوې خوا د افغاني عنعنوي ټولنې حاكمانه او جابرانه استبداد د ښځو په وړاندې او له بلې خوا په لندن كې د مدنيت سيوري چې ښځه د ازادې ارادې لرونكي ده، له بلې خوا د ښځې او نارينه وو د ازادۍ او خوداراديت ترمنځ واټن.

۲

 کیسه: «غزل»: په دې كيسه كې د ښځينه جنس يو مرموز او د لاسبري فرهنګ حالت انځور شوى دى. کيسه كې د ملا كركټر د جهل د سمبول په توگه انځورېږي. په ټوله كيسه كې د ښځينه جنس په وړاندې د اهانت او سپكاوي كلمات كارول شوي، چې د زړو او خوسا ارزښتونو د موجوديت عكاسي كوي. دا د مېرمنو او په ټوله كې د ښځينه جنس په وړاندې د غيرانساني چلن او دا چې ښځه د بدوي ټولنې د اساطيرو په بستر كې گوري، يوه بېلګه ده.

په روان گاډي كې ملا د ماشومې په باب پوښتنه كوي: «مور يې چېري ده؟» سړي د ملا پوښتنې حيران كوي، خو لکه په ټوکه يې چې واړوي، د مور چادري يې شليدلې وه او بې چادري تاسو کله مېرمني له مېړونو سره سفر ته پرېږدئ. يا دا چې د نوم پوښتنه يې كوي، ملا وايي: «نو په تا نور نومونه درېدلي وو: بي بي حوا، خديجه، فاطمه، عايشه، امينه، ثمينه، حكيمه، حليمه، حنيفه چې «غزل» نوم دې پرې نوم كېښود. او کيسه په دې ډول پاى ته رسېږي: «ملا: خداى دې ټول كفار تباه او برباد كړي! ډرېور ورسره غبرګه ښېرا وكړي: له كفارو مخكې دې خداى تعالى په كفار و خرڅ شوي مسلمانان غرق او هلاك كړي! ملا او نور سپرلي يې هم ورسره يو ځاى بدرګه كړي: آمين!»

په كيسه كې په شخصي ژوند كې د ملا په نوم اشخاصو ډول ډول پوښتنې او د خلكو شخصي حريم ته ننوتلو ته هم د شريعت رنګ ورګوي. په رواني لحاظ د عادي خلكو په نسبت ملا زيات د مېرمنو كړو وړو ته گوري او د دې خبرې علت تر زياته حده د هغه د شخصي ژوند او جنسي محروميت او عقدې سره تړاو لري.

۳

کیسه: بدل: كه له يوې خوا بغاوت دى د ليکوال، له بلې خوا تراژيدي ده. دود او سنت هم كله د خدای په دريخ كې قابض وي. دلته د زمري لحن لکه خر، غوا، په غوا بدلون او داسې نور ډېر څه دي د نارينه اهريمني او شيطاني خصلت رابرسېره كوي. د دې کيسې ريښې په انسانيت كې نه؛ بلكې په حيوانيت كې دي. کيسه خيالي او سمبوليكه نه ده، بلكې د رياليزم په ستنو ولاړه ده. په تاريخي لحاظ د کيسې محتوا د ډېرې بدوي ټولنې نښانه ده، چې تر ننه يې په يوه كميونټي يا قبيلوي ژوند كې خپل حضور ساتلی دی. حتی د اسلامي ارزښتونو هم د هغوي دوركاوي وس نه درلودلی. په کيسه كې د بدوي ټولنې د روايتونو له مخې ښځه شرير او خبيث موجوديت او يوازې د داسې موجوديت په توگه ترسيم شوې، چې ښځه د نارينه لپاره كرونده بولي، كر كيله پکې كېږي او دې يو متاع په توگه تبادله کېږي. د ناموس حيثيت نه لري.

دلته يې څو مكالمې راوړو: «…بوډا ته يې مخ واړاوه، د پلورل شوې مېرمن د نورو عيبونو په شمېرلو او ويلو يې خوله خلاصه كړه:
دا يې څه كوي؟ په دې اخيرو كې په درز را ولوېدله. په خوله كې به يې ځگونه راغلل، او دوه ساعته به بې سده وه.»

په بله برخه كې د دوه ماشومو نجونو د مور حالت چې د همدي کيسې كركټر دى په باب وايي: «د دوی خو مور ده، ليدو ته به يې پسخېږي او د هغې خواري به كله له زړه وځي. كه بل ځاى او ليرې یې خرڅه كړې واى، هم به دوی نه پسخېدلې او هم به هغې خوارې زړه نه خوړلی.» د کيسې په بله برخه كې وايي: «ماما ګله، نو اوس خو هغه ستاسو زمانه نه ده، چې د تيرا بازار ته به خلكو داسې خرڅ بيولي. بوډا بيا نجونو ته مخ ور واړاوه لکه د ده خبره يې چې هېڅ اورېدلې نه وي.»

د مېرمني د كړو په باب وايي: «مال ته به دې په وخت پروړه نه وركوله، تل به وږي وو، ديگ به له دې هر وخت سوی و.» اخيري مكالمه يې دا ډول ده: «بس ماما، چې داسې له تربګنۍ ډارېږي، غم مه كوه، داسې مې چې دا خرڅه او بدله كړه، د بلې سودا هم دومره سخته نه ده. ستا دعا په كار ده. بوډا يې زړورتيا د سر په خوځولو تصديق او وستايله.»

ما نه دې غوښتي چې ټوله کيسه دلته روښانه كړم. اړينه ده چې لوستونکی کيسه په زور و زېر ولولي. خو يو ټکي چې مهم دى، دا دی چې د ليکوال تهور، جرات او سنت شکني د ستايلو وړه ده، چې دا کيسه يې ليکلي ده. د يو اروا شنونكي لپاره دا په زړه پورې ده، چې د کيسې همدا بېلګه د ښځو په وړاندې غيرعادلانه، وحشيانه، استبدادي او ډېر ناوره، احمقانه او حيواني ذهنيت د راسپړلو لپاره ښه سند كېداى شي.

۴

کیسه: اولادونه: دا هم عجيبه کيسه ده. د دې کيسې د حيرانۍ ټکی دا دی، چې له يوې خوا جنسي تمايل څنګه د مذهب په سيوري كې ترسره كېږي، خرافات او مذهبي سنت څنګه د انسان حق او ازادي پايمالوي. په ديني موسسه كې د ځينو بدكارو كسانو په وسيله څنګه ښځه يوازې د جنسي لذت او خوشگذرانۍ متاع او وسیله ګرځي.

۵

کیسه: برغولی: دا کيسه په دوديزو ارزښتونو د نوي مدنيت او فرهنګ او ارزښتونو سخت ګوزار دى. پلار اوس هم د كلي فرهنګ لري، خو لور په اروپا كې زده كړې کوي. زده كړې هغه دې ته واداره كړي، چې د زړو ارزښتونو پروا نوره ونه كړي، بلكې له خپل حق او ازادۍ نه دفاع وكړي.

۶

کیسه: تابوت: دا هم د دود او سنت ډار او نويو ارزښتونو په وړاندې د یوې نجلۍ کيسه ده، چې په ډاګه طلاق نه شي اخيستلی؛ خو د مړي درامه جوړوي او خالي تابوت په ځمكه ننباسي، خو نجلۍ بل ځاى ودوي.

۷

کیسه: خداى، پلار او مېړه: په دې کيسه كې ځوانه ښځه چې له يوه زاړه سړي سره يې ژوند دى او هغه د مرګ په پوله ولاړ دی، حكم كوي او د شريعت له ادرس سره ورته وايي: «زه ستا ملكيت نه يم، زه انسان يم، ژوند لرم او احساسات لرم.» زوړ سړى لا مړ نه دى، چې حكم كوي چې ته به هغه په نښه شوي کس سره چې د كورنۍ غړى دی، واده كوې، خو هغه په زغرده د «نه» ځواب وايي.

۸

کیسه: ايمانداره: كيسه يو بغاوت دى، د كليوالي محروميت او عصيان دی. دې يوې پيغلې د يوه حيوان صفته انسان په وړاندې داسې څه ده چې لږ ويل شوي؛ خو بېروني ماحول ترې ډك دی.

۹

کیسه: خاوند: د دې کيسې څو مكالمې دلته راوړو:
مور مې راته ويلي وو: «لورې، ښځې عزت په اطاعت كې دى، نه په بغاوت كې.
خاوند د خدای نوم دى، اطاعت يې عبادت دى، بغاوت يې شيطانت دى.
خو تياره كوټې لکه قبر: زما پر بدن د لړو يخ چادر واچاوه. غوښتل مې څراغ بېرته بل كړم؛ خو پښې مې مړې شوي، د مور، نيا او د كلي نورو مېرمنو غږونه مې تر غوږ شول. د ښځې جنت د خاوند تر پښو لاندې دى، ښځه يا په كور يا په ګور. د ښځې خوله بايد بنده، سترګې او سر يې بايد ښکته وي.»

۱۰

 کیسه: دوه ودونه، دوه فكرونه: شريف وخندل: «دا شهزاده څوك دى؟» وږمې د خپل ګاونډي كور ته لاس ونيو، شريف ورلنډ شو، د وږمې په اوږو ته ټكان وركړ: «ووايه چې دروغ وايم!» وږمې له ځانه ټيل واهه: کرار يې وويل: «ولې به دروغ وايم؟»
د شريف زړه ته بيا هم نه لوېدله: «داسې ټوکې مې نه خوښېږي، چې داسې ده، ولې دې دا هر څه له ما پټ ساتلي دي، ولې د هغه خوا ته نه ورځې؟»

۱۱

کیسه: سبق د مدرسې وای: په دې کيسه کې غريزه، د نجونو ښوونکي سره نكاح كوي.

۱۲

 کیسه: شل كلن پرهېز: خپلې مېرمنې ته بې پروايي داستان دى. «د دوران تندي ګونځې وكړې، رنګ يې سور واوښت، سترګې بوټي راووتې، او چت ودرېده. لاسونه يې كلك سره وروستل. بې واكه يې چيغه كړه: وژنم يې. لاسونه يې نور هم سره كلك كړل: پوهېږي څه كوم؟ په ستوني يې لاس راښكود. سر ترې غوڅوم.»

۱۳

 کیسه: کله چې يوه جګړه په بله اوړي: يوه پيغله چې حمل لري خو په كور كې لنگېدا او د خلكو له خبرېدو نه ډډه كوي؛ خو ډاكتر ته يې ورولي او بيا يې داكتره په كور كې ساتي، تر هغي چې لنگه شي. سنت او دود فشارونه.

۱۴

کیسه: حمل، مينه او احساس: يوه مېرمن چې حمل نه اخلي. «داكتر ته د جنگسالارانو او قوماندانانو د قدرت او ثروت په زور د دوی د درې، څلور وادونو ټولې کيسې ورپه زړه شوې. د يوې مېرمنې لپاره حمل، مينه او احساس هم دى.»

په ټوله كې، د ټولو دوه ويشت لنډو کيسو اصلي كركټر ښځه، ښځينه جنس، مېرمن، مور، پيغله او نجلۍ ده. د دې جنس ستونزې يوازې د اديانو له زاويې نه دي راولاړې، بلكې په واقعيت كې دا د اوږدې بشري بدوي ماضي محصول او زېږنده ده. دين او مذهب د بشريت په تاريخ كې د بشريت د پيدايښت په تناسب لږه ماضي لري او دا هم د بشريت د اصلاح او ارامش لپاره، خو ځينو افراطي كسانو او ډلو په دين كې د اصلاح پرځای د بدوي ټولنې دود او سنتونه ورګډ کړي، چې دا لنډې کيسې يې ښه او په زړه پوري تداعي ده.

ماكرگر

له لاندي اثارو  گټه اخيست شوي ده

۱. د سوله مل بندي غږونه لنډو کيسو ټولګه.

۲. كرګر، فرهنګي بحثونه.

۳. فاضل غيبي، فلسفه مدرن و ايران، پيام، چاپ اول.

۴. سوزان مولير اكين، زن از ديدگاه فلسفه سياسي غرب، ترجمه او تاليف: نوري زاده، نشر قصيده سرا، چاپ اول: ۱۳۸۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...