Homeخبرونهپه کندهار کې ۷ تنه په تراقیکي پېښه کې مړه شول

په کندهار کې ۷ تنه په تراقیکي پېښه کې مړه شول

تاند (جمعه، د لوم/ عقرب ۱۶ مه) د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د جمعې په سهار د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل چې دا پېښه د میوند ولسوالۍ په توري سیمه کې د یوه بار وړونکي موټر او بار وړونکي ټریلر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

هغه د پېښې لامل د موټر تیز سرعت وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....