تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) په داسې حال کې چې تمه ده د ایران او امریکا د اتومي خبرو دوهم پړاو ډېر ژر پیل شي، اسراییلي سرچینو د خپل هیواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو غوښتنې افشا کړې دي.
د اسراییل د ۱۴م چینل د راپور له مخې، نتانیاهو پر شپږو اساسي غوښتنو ټینګار کړی او هغه یې امریکايي لوري ته سپارلي دي. دا غوښتنې په لاندې ډول دي:
- د ایران د اتومي پروګرام بشپړ لغوه کېدل
- د یورانیمو د غني کولو توان صفر ته رسول
- له ایران څخه د ټولو غني شوو یورانیمو ایستل
- د بالستیک توغندیو د واټن تر ۳۰۰ کیلومترو محدودول
- په سیمه کې له تهران سره د تړلو نیابتي ځواکونو بشپړ له منځه وړل
- پر هر ډول راتلونکي تړون بشپړه او اوږدمهاله څارنه
دا په داسې حال کې ده چې د نتانیاهو دفتر د شنبې په ورځ، وویل چې «د امریکا او ایران په هر ډول خبرو کې باید د بالستیک توغندیو محدودول او د ایران لهخوا د سیمهییزو ډلو د ملاتړ درول شامل وي»؛ دا څرګندونې د حزب الله په شان هغو وسلهوالو ډلو ته اشاره لري چې تهران یې ملاتړ کوي.
د عراقچي نیوکې
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسراییل پر هغه څه تورن کړ چې ده د اسراییلي رژیم «د سلطې غوښتنې تګلاره» وبلله.
هغه وویل، اسراییل ځان ته دا حق ورکوي چې خپلې پوځي زېرمې پراخې کړي، خو په عین حال کې پر نورو سیمهییزو هېوادونو د بېوسلې کېدو فشار راوړي.
عراقچي او نورو ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د ایران دفاعي وړتیاوې د خبرو موضوع نه تشکیلوي.
ټاکل شوې ده چې بنیامین نتانیاهو راتلونکې چهارشنبه په واشینګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، څو له ایران سره د روانو مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.
په ۲۰۲۵ کې پر ایران د اسراییل بریدونو او په ایران کې وروستیو لاریونونو د ایران حکومت سخت کمزوری کړی دی او لوېدیځوال پوهېږي چې اوس هغه وخت دی چې پر ایران خپلې غوښتنې ومني.