Homeخبرونهپاکستان د امریکا تګ ته منتظر افغانان له خپلې خاورې باسي

پاکستان د امریکا تګ ته منتظر افغانان له خپلې خاورې باسي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) پاکستاني ورځپاڼې «The Nation» د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان به شاوخوا ۲۰ زره افغان وګړي، چې دا مهال په متحدو ایالتونو کې د بیا مېشتېدو په تمه دي، بېرته افغانستان ته ولېږي.

دا پرېکړه پر ۱۹ زره او ۹۷۳ هغو افغانانو اغېز کوي چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې اوسي.

د فدرالي حکومت له لوري به یو رسمي هدایت صادر شي چې د پنجاب، سند، خیبرپښتونخوا، بلوچستان، ازاد کشمیر، ګلګت–بلتستان او د پلازمېنې اسلام‌اباد له سیمه ییزو چارواکو او د پولیسو له مشرانو وغواړي، څو د بېرته ستنولو بهیر سمدستي پیل کړي.

چارواکي به د اغېزمنو کسانو تایید شوي معلومات هم له اړوندو ادارو سره شریک کړي، څو د دې پرېکړې پلي کېدل اسانه شي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، تر ۱۰۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته وتښتېدل؛ چې اکثرو یې د امریکا او بریتانیا له حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مرستندویو ادارو سره کار کړی وو.

زرګونه افغانان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې بند پاتې دي او متحدو ایالتونو ته د لېږدېدو د اجازې په تمه دي.

د «The Nation» د راپور له مخې، د امریکا د ادارې له لوري د دوسیو د ارزونې د بهیر د ځنډ له امله، د دغو کسانو د لېږد هیلې کمزورې شوې دي.

د پاکستان د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» (IFRP) له مخې، ټول هغه افغان وګړي چې لا هم امریکا ته د لېږد په تمه دي، اوس به بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...