Homeخبرونهنړیوال ۲۰ اوره جام؛ سکاټلنډ او زیمبابوې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه

نړیوال ۲۰ اوره جام؛ سکاټلنډ او زیمبابوې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د نړیوال شل اوره جام سیالیو په درېیمه ورځ نن د د سکاټلنډ او ایټالیا، د عمان او زیمبابوې، او د جنوبي افریقا او کاناډا لوبډلې مخامخ شوې.

په سي ګروپ ګې سکاټلنډ په ۷۳ منډو ایټالیا ته ماته ورکړه او په بي ګروپ کې زیمبابوې په ۸ ویکټونو او ۳۹ توپونو له عمان څخه وګټله.

په ډي ګروپ کې د جنوبي افریقا ټیم له کاناډا سره مخامخ شو. دا سیالي جنوبي افریقا د ۵۷ منډو په توپیر وګټله.

جنوبي افریقا د ۴ لوبغاړو د بایللو او ۲۰ اورونو په پای کې ۲۱۳ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې سبا (سې شنبې) په اې ګروپ کې نامیبیا له نیدرلنډ، په ډي ګروپ کې نیوزیلنډ له عمان او په اې ګروپ کې پاکستان له امریکا سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...