تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۰مه) پاکستان تر خبرو اترو وروسته د فبرورۍ ۱۵مه په نړیوال جام کې له هند سره سیالۍ ته غاړه کېښوده.
پاکستان تر دې وړاندې ویلي وو چې، هند سره سیالي نه کوي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې، ګواکې پاکستان له هنده د نړیوال جام لوبې په بدل کې دوه اړخیزه سیالۍ شرط ایښی دی.
خو د دې خبر تر خپرېدو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا وویل چې، د پاکستان هغه غوښتنه یې نه ده منلې، چې ګواکې هند دې له پاکستان سره دوه اړخیزې لوبلړۍ حتمي وکړي.
پاکستاني کرکټ بورډ له کرکټ نړيوالې شورا دا غوښتنه هم کړې وه چې، د نړيوال جام څخه د بنګلهدېش د ويستلو له امله دې جبران ورکړل شي، خو د کرکټ نړيوالې شورا یې دا غوښتنه هم رد کړې ده.