شنبه, فبروري 7, 2026
Home+د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی.
کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی.
دا کتاب څلور برخي لري. لومړۍ برخه کي ئې (۴۸) عنوانه بېلابېلي ليکني (يوه ژباړه) دي.

د شعر، شاعرۍ، هنر، ليکوالۍ، ادبپوهني، ادبي موضوعاتو او د ادبياتو او نورو علومو پر اړيکو بحث شوی دی. ولي ادبيات وايو؟ په ټولنيز پرمختګ کي د ادب ونډه څه ده؟ له ادبه څنګه استفاده کولای شو؟ ادب د ژوند په اړه څه رازده کوي؟ دغسي پوښتنو ته په کتاب کي خواره واره ځوابونه ويل شوي دي.

دويمه برخه ئې «بديع» ده. دلته (۱۴) عنوانه ليکني دي. په دې برخه کي ئې په اوسنۍ دوديزه بديع کي د ځينو لفظي صنعتونو په اړه ګډوډيو ته اشارې کړي دي.

استاد وایي: «په تلفظي صنايعو کې په دوديزه بديع کې ډېرې ګډوډۍ دي. هڅه به مو دا وي، چې د تلفظ او نوې ژبپوهنې پر بنا يې سمي کړو.»

همداسي د دوديزي بديع هغه نيمګړتياوي ښيي، چي د ځينو صنعتونو په پېژندنه او اهميت ښودلو کي ئې لري.

د مثال په ډول د تجنيس په اړه ليکي:
«بديع له تجنيس سره څه نا څه خواري کړې، خو د تجنيس پر اهميت يې خبرې نه دي کړي، چې د تجنيس کارونه څه ګټه لري… زموږ بديع عموماً د تجنيس په بحث کې ډېر بېخونده مثالونه راوړي دي، چې په تعريف کې يې د تجنيس نقش کمزوری ښودلی دی.

د همدغو کمزورو بېلګو له امله کله نا کله لوستونکي د تجنيس په اهميت شکمن شي.»

په خلص ډول به ووايم استاد د بديع په برخه کي د ځينو صنعتونو يوازي سرسري پېژندنه، د هغو اهميت نه ښودل، او پر راوړو مثالونو او تېروتنو ئې دوديزي بديع ته د نقد ګوته نيسي. خپله استاد د دغو صنعتونو پر اهميت، ګټو او کاروني ښه بحث کړی دی.

ځيني هغه بديعي صنعتونه چي اوس ارزښت نه لري؛ په شاعرۍکي نه کارېږي. لکه: معماوي چي په پخوانۍ شاعرۍ کي شاعرانو کارولې. د ځينو نومونو، نېټو يا کومي پېښي ته ئې اشارې پکي کړي دي؛ حلولو ئې هم ډېر وخت غوښت، چي په راوړي معما کي د شاعر هدف څه دی؟ اوس چي د وخت کمی دی، ژوند مصروفه دی. د معماوو حلولو ته وخت نشته چي اورېدونکي/لوستونکي وخت پرې ضايع او ماغزه پرې وخوري.

پخوانيو شاعرانو د همدې لپاره خپل نوم، نېټه يا کوم بل مطلب د معما په نوم په شعر کي راووړ، چي خپل کلام پرې شاعرانه کړي، يا خپل کمال او استعداد وښيي او يا ئې اورېدونکي/لوستونکي په حلولو چېلنج کړي.

د معماوو کارونه په اوسنۍ شاعرۍ کي نشته. شاعران ئې نه کاروي. هغه پخوانۍ راپاتي معماوي به لا ناحله پاته وي/پاته دي. هغه معماوي هم د اوس وخت او هم د راتلونکي لپاره کافي دي. په اوسني شعر کي ارزښت او د کاروني ځای نه لري.

استاد د معما په اړه ليکي:
« پخوانۍ زياتره معماوې د معماوو لپاره وې. مثلاً شاعر به د خپل نوم معما ويله. اوس دې معما د دې نوم او شعر په ادبي کولو کې څه لاس کېدای شي؟ معما چې د شعر له ادبي ماهيت سره مرسته نه کوي او د شعر له ماهيته راته بهر ښکاري. په ادبي صنعتونو کې يې نشو شمېرلای. معما صنعت خو نه دی، چې لا په ادب کې يې ډېرې ستونزې پيدا کړي.»

د کتاب درېيمه برخه (کره کتنه) ده. په دې برخه کي د کره کتني اړوند او پر ځينو نورو کتابونو او ځينو لنډو کيسو د کره کتني په بڼه بحث شوی. همداسي د لنډو کيسو د جوړښت پر توکو او د هغو پر ارزښت او نقش ئې ښه بيان کړی دی.

څلرمه برخه (ژبه) ده. دلته (۵) عنوانه د ګرامر اړوند ليکني دي. لکه د ځينو ضميرونو پر کارونه او توپير ږغېدلی دی.

په ټوله کي دلته د ګرامر اړوند راغلو ليکنو کي ئې نوي خبري کړي دي او نوي څه وايي.
د کتاب له نامه چي څنګه ښکاري د ادبياتو اړوند موضوعات رانغاړي. د شعر، ادب او ژبي په اړه نوي بحثونه او نوي خبري لري.

زه «ادبستان» د پښتو ژبي او ادب سلطنت ګڼم او استاد ښکلی د دې سلطنت سلطان.
د «ادبستان» خواږه ولولئ! رنګينۍ ئې ننداره کړئ! «ادبستان» کي به ډېر نوي څه او ډېري ادبي نندارې او جلوې ووينئ!

زه وياړم چي په اوسني وخت کي پښتو ژبه او ادب د استاد «ښکلي» غوندي سلطان لري، چي پښتو ادبستان پرې ودان دی.

په پښتو ادب کي به ډاکټر اجمل ښکلی نور سلطنتونه هم ابادوي؛ ځکه استاد هغه ادبي هستي ده، چي هم پرې پښتو نظم ودان دی او هم نثر.

دا «ښکلی» سلطان دي د پښتو ژبي او ادب د سلطنت تلپاتي سلطان وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...