شنبه, فبروري 7, 2026
Homeخبرونهپه دویۍ کې به ډېر ژر د نړۍ خورا چټک ښاري ترانسپورتي...

په دویۍ کې به ډېر ژر د نړۍ خورا چټک ښاري ترانسپورتي سیستم پیل شي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) په دوبۍ کې د زیاتېدونکي ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د ستونزې د حل لپاره یو ځانګړی او عصري ځمک‌لاندې ترانسپورتي پروژه معرفي شوې ده، چې له امله به یې د ښاریانو د سفر وخت په څرګند ډول کم شي.

د چارواکو په وینا، دا پروژه به په ښار کې د ترافیک فشار کم کړي او د خلکو ورځنی تګ راتګ به لا اسانه کړي. د دې عصري ترانسپورتي سیستم لومړنی ازمیښتي (پایلټ) مسیر به ۶ نیم کیلومتره اوږد وي.

د څه باندې ۵۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې پروژې په لومړي پړاو کې به څلور ځمک‌لاندې تمځي (سټېشنونه) جوړ شي، چې ډیزاینونه یې هم وړاندې شوي دي. دا تمځي به په برج خلیفه، DIFC 2، زعبیل دوبۍ مال پارکینګ او ICD بروکفیلډ پالیس کې جوړ شي.

دوبۍ به د امرکیا له لاس ویګاس وروسته د نړۍ دوهم ښار وي چې د لوټ سیستم پکې جوړېږي.

د دوبۍ چارواکو د دې پروژې د جوړولو لپاره د امریکايي میلیاردر ایلن مسک له شرکت «دي بورینګ کمپنۍ» سره قرارداد لاسلیک کړی دی. د چارواکو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به ټول لوپ سیستم ۱۹ تمځي ولري او عمومي اوږدوالی به یې ۲۲.۲ کیلومتره وي.

چارواکي وايي چې د پروژې د لومړي پړاو جوړېدا به د یو کال په موده کې بشپړه شي، او تمه ده چې ټوله پروژه په درېیو کلونو کې بشپړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...