Homeخبرونهپه اوونۍ کې ۲ ځلې د مستو خوړل د کولمو د سرطان...

په اوونۍ کې ۲ ځلې د مستو خوړل د کولمو د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) د امریکا د هارورډ پوهنتون ډاکټرانو په یوه څېړنه کې څرګنده کړې چې هر ورځ د لبنیاتو خوړل د کولمو د سرطان خطر کمولای شي. د نوې څېړنې له مخې، سهار مهال د مستو خوړل د کولمو ګټورې باکتریاوې پیاوړې کوي او د کولمو د سرطان خطر په څرګند ډول کموي.

په امریکا کې د ځوانانو په منځ کې د کولمو د سرطان پېښې په چټکۍ سره زیاتېږي، او اټکل کېږي چې له ۲۰۱۰ وروسته تر ۲۰۳۰ پورې به د هغو کسانو شمېر، چې په دې ناروغۍ اخته کېږي، نژدې دوه برابره شي.

د ناروغۍ د زیاتېدو د لاملونو د موندلو لپاره متخصصان پراخې څېړنې کوي. له نظریو څخه یوه دا ده چې د کولمو په داخلي سطحه کې د زیانمنو باکتریاوو اوږدمهاله موجودیت د سرطاني حجرو وده چټکوي. خو د هارورډ پوهنتون ډاکټرانو موندلې چې هغه کسان چې لږ تر لږه په اوونۍ کې دوه ځله مستې خوري، په هغوی کې د باکتریاوو له امله د غټې کولمې د سرطان خطر تر ۲۰ سلنې پورې کمېږي.

څېړونکو د غټې کولمې هغه سرطاني تومورونه وڅېړل چې د «بیفیدوباکټیریم» په نوم باکتریا له امله رامنځته کېږي. دا باکتریا عموماً د فایبر په هضم او د انتاناتو په مخنیوي کې مرسته کوي.

خو که د دې باکتریا شمېر له اندازې زیات شي، نو د غټې کولمې التهاب رامنځته کوي، چې حجرې زیانمنوي او هغوی بې‌نظمې ودې ته هڅوي، او په پایله کې د سرطان سبب کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...