تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) د بیټ کاین د مجازي پیسې ارزښت د دغو مجازي اسعارو د راوتلو له پیله تراوسه په لومړي ځل تر سلو زرو ډالرو واوښت.
د دې مجازي پیسو د نوي ریکارډ ثبت نن (د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۵مه) د سهار په لومړیو ساعتونو کې د پانګوالو حیرانتیا را پاروله. د مالي بازارونو ډېری شنونکي د متحدو ایالتونو د راتلونکي حکومت تګلاره د مجازي پیسو، په ځانګړې توګه د بیټ کاین د موقف د ټینګښت یو له مهمو عواملو څخه بولي.
د تېر یوه کال په اوږدو کې د بیټ کاین ارزښت تر دوه برابره ډېر شوی، خو په تېرو څلورو اوونیو کې، د امریکا په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ له بریالیتوب وروسته، د دې مجازي پیسو وده دوه چنده ګړندۍ شوې او په همدې لنډه موده کې یې له ۵۰ سلنې زیات پرمختګ کړی.
دغه پرمختګ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چټک شو چې د مجازي پیسو ګڼ شمېر پلویان د متحدو ایالتونو کانګرس ته لار وموندله.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې متحد ایالتونه به د “ځمکې د مجازي پیسو پلازمینه” ګرځوي او د دې شتمنۍ یوه لویه ملي ذخیره به رامنځته کړي.
د چهارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۱۴مه، د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر، پل اتکینز د مالي سپما او تبادلې د کمیسیون د مشر وټاکه.
پل اتکینز، چې مخکې یې هم د دې کمیسیون غړیتوب درلود، د “د امریکا د ډیجیټل سوداګرۍ خونه” او “ټوکن اِلایِنس” د ګډ مشر په توګه د مجازي پیسو د پالیسۍ په برخه کې په مستقیم ډول بوخت و.
د هغه ټاکنه د راتلونکي ولسمشر له خوا د ډیجیټل بازارونو هرکلی ترلاسه کړ، ځکه باور کېږي چې “د دې بازار په اړه د هغه ژوره پوهه به د دې سکتور د لا پرمختګ لپاره ګټوره تمامه شي.”
له شپاړسو کلونو مخکې چې کله بیتکاین جوړ او وړاندې شو، د “بلاکچېن الگوریتم” اړوند د “مالي تمرکز ماتولو” مفهوم ورځ په ورځ د دې مجازي پیسو محبوبیت زیات کړ او د ډیجیټل شتمنو نوی قشر یې معرفي کړ.
خو وروستي بدلونونه یوازې په بیتکاین پورې محدود نه دي، بلکې د ډیجیټل اسعارو ټول بازار یې اغېزمن کړی دی.
د مجازي پیسو د ټول بازار ارزښت په تېر یو کال کې نژدې دوه برابره شوی او د ۳.۸ ټریلیون ډالرو په شااوخوا کې دی. د پرتله کولو لپاره، د ټکنالوژۍ د “اپل” شرکت ارزښت هم شاوخوا همدومره اټکل شوی.
د بیتکاین ارزښت د تاریخي سل زرو ډالرو د ریکارډ له ثبت وروسته هم نه دی درېدلی او اوس تر ۱۰۳ زرو ډالرو هم زیات شوی دی.