Homeخبرونهد سوریې جګړې څنګه پیل شوې، کومې ډلې پکې برخه لري او...

د سوریې جګړې څنګه پیل شوې، کومې ډلې پکې برخه لري او څوک یې ننګه کوي؟

تاند (پنجشنبه، لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) د سوریې په جګړه کې له څو کلنې وقفې وروسته بیا نښتې بیل شوي دي. هغه وسله‌والې ډلې چې په دې عملیاتو کې د بشار اسد حکومت پر وړاندې برخه لري، څوک دي او څه سابقه لري؟ څوک یې ملاتړ کوي، څنګه يې دا جګړه او ولې پیل کړه.

د جګړې جغرافیه

د سوریې په شمال کې روانې جګړې د دې هېواد تر څو کلن نسبي ثبات وروسته تر ټولو لویې نښتې بلل کېږي. دا مهال د وسله‌والو یاغیانو تر واک لاندې سیمو او د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو سرحدونه بدلېدونکي دي.

تر اوسه وسله‌والو یاغیانو د حلب او ادلب ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. دوی هم‌مهاله د خپلو مورچو د ټینګولو ترڅنګ هڅه کوي چې هوايي ډګرونه، پوځي اډې، او حربي ښوونځي لاندې کړي او د حما ولایت پر لور پرمختګ وکړي.

اوس مهال په شمالي حما کې یاغیان د سوریې د دولتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي، چې د روسیې هوایي ملاتړ لري.

د یاغیانو برید څنګه پیل شو؟

د لیندۍ/ قوس د اوومې، د چهارشنبې په سهار، وسله‌والو یاغیانو چې ځانونه “د نظامي عملیاتو اداره” بولي، “پر تېري ځواب” تر شعار لاندې بریدونه پیل کړل.

دغه برید له هغو سیمو پیل شو چې د دولتي ځواکونو له واکه بهر وې، د ادلب ولایت شمال له لویدیځ او د حلب ولایت له لویدیځې څنډې څخه. په لومړي ګام کې، د حلب ښار ته د ننوتلو او د هغې شاوخوا د نیولو هڅه وشوه، چې بریالي شول.

وروسته له دې، “پر تېري ځواب” ډلې د حلب ښار ته ننوتې، چې د سوریې دویم لوی ښار او اقتصادي پلازمینه ده، هغه وسله‌والې ډلې چې د ترکیې ملاتړ لري، د “د ازادۍ سپېدې” په شعار د حلب پر ختیځ برید پیل کړ.

په داسې حال کې چې لومړۍ ډله د حلب د سیمو پاکولو او د ادلب د اداري پولې د نیولو په عملیاتو بوخته وه، دوهمې ډلې د “ستراتېژیکو سنګرونو” نیول پیل کړل، چې په کې د هوايي ډګرونو او نظامي اډو تر څنګ د کورد وسله‌والو او دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې نورې سیمې شاملې دي.

 “پر تېري ځواب” ډلې څوک دي؟

هغه وسله‌وال یاغیان چې د “پر تېري ځواب” شعار لاندې عملیات ترسره کوي، د “فتح المبین” په نوم یې یو عملیاتي مرکز جوړ کړی چې اوس مهال د “د آزادي سپیدې” له وسله‌والو ډلو سره متحد دي.

په “فتح المبین” عملیاتي مرکز کې، جهادي اسلامپاله ډله “هیئت تحریر الشام” (پخوانۍ النصره ډله چې د امریکا له خوا ترهګره بلل شوې)، “کتائب الشام”، “جیش الاحرار”، “جنبش احرار الشام”، او “جیش العزه” (چې پخوا د آزادې سوریې د پوځ برخه وه) ګډون لري.

د “هیئت تحریر الشام” ډله د خپلو غړو د ځانګړو روزنو له امله د دې عملیاتو په سر کې قرار لري. خو دغه ډله د جګړې ټول محاذونه نه شي پوښلی. له همدې امله، د نورو وسله‌والو ډلو غړي، چې ډېری یې د حلب، ادلب، او حما ځایي اوسېدونکي دي، په بېلابېلو محاذونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د “د آزادي سپیدې” عملیاتو په اړه

د دې عملیاتو په سر کې د “جیش الوطنی السوري” په نوم ائتلاف دی، چې د ترکیې ملاتړ لري. په دې عملیاتو کې د حلب ختیځه برخه په نښه شوې ده.

د لیندۍ په ۱۰مه، په دې عملیاتو کې شاملو ډلو پر هغو سیمو برید وکړ چې په ګډه د سوریې د دولتي ځواکونو او کورد قطعو تر کنټرول لاندې وې.

د تل رفعت ښار او د مینګ او کویرس هوايي اډې د دغو مورچو له جملې څخه دي چې په بشپړه توګه د سوریې د دولتي ځواکونو او کورد قطعو له واکه ووتلې.

په دې ائتلاف کې “سلطان مراد فرقه”، “سلطان سلیمان فرقه”، “حمزه فرقه”، “جیش الاسلام”، او د “جبهه شام” یوه برخه شامل دي.

دا ډلې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د ترکیې په ملاتړ متحدې شوې او څو پوځي عملیات یې ترسره کړي، چې تر ټولو مشهور یې د “فرات سپر” عملیات وو چې د “داعش” پر وړاندې ترسره شول.

په ۲۰۱۸ کال کې یې د “زیتون څانګې” عملیات د شمالي سوریې په عفرین ښار او شاوخوا سیمو کې د کورد وسله‌والو پر ضد وکړل.

په ۲۰۱۹ کال کې یې د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې د ترکیې د پوځ په عملیاتو کې برخه واخیسته چې د هغې په پایله کې یې د تل ابیض او رأس العین ښارونه لاندې کړل.

2 COMMENTS

  1. په دې لیکنه کې تاریخونه دقیق نه دي ، مثلا وایی : « د د دسمبر د اوومې، د چهارشنبې په سهار، وسله‌والو یاغیانو چې ځانونه “د نظامي عملیاتو اداره” بولي، “پر تېري ځواب” تر شعار لاندې بریدونه پیل کړل.»
    تېره چهارشنبه د نوامبر 27 ورځ وه او نن چې د چهارشنبې ورځ ده د دسمبر 5 ورځ ده .
    همدارنګه بل ځای لولو : « د دسمبر په ۱۰مه، په دې عملیاتو کې شاملو ډلو پر هغو سیمو برید وکړ چې په ګډه د سوریې د دولتي ځواکونو او کورد قطعو تر کنټرول لاندې وې. »
    لاتراوسه د 2024 کال دسمبر لسمې ته نه یو رسېدلي . هیله ده ، د مطلب لیکونکی واقعي تاریخونه ولیکي .
    له بلې خوا د ایران د اسلامي جمهوریت مشرتابه له خوا د سوریې هېواد د اشغال لپاره اشتها زیاته شوېده . دوی د « فاطمیون او زینبیون » تر نامه لاندې حرفوي قاتلانو او تروریستانو ډلې له خپلو انقلابي سپاهیانو سره یوځای کړي او د روسیې په هوایي او نظامي ملاتړ هلته لېږلي دي ، چې په دې محلي او مستقیمو مداخلو سره به د سوریې د مظلومو خلکو غمیزه لا زیاته شي .
    باید وویل شي ، چې د دغه یو ویشت میلیوني هېواد دولتي واک د 15 سلنې نفوس درلودونکې شیعه ته ورته « علي والله یانو » اقلیت په لاس کې ده ، چې له 54 کلونو راهیسې یعنې له 1970 م کال راپدېخوا د حافظ الاسد او د هغه د زوی تر مرګ وروسته د بشارالاسد له خوا انحصار شویدی . دوی د دغه هېواد د 85 سلنې سني مذهبه مسلمانانو باندې په قاطع اکثریت خلکو تبعیضي او ظالمانه حکومت کوي .

    • هادي صاحب له دقته مو ډیره مننه. اصلاً موږ غوښتل چې تاریخونه راواړو، خو ترمنځ ګډوډي پېښه شوې ده. د دې لپاره چې روانه (دسمبر) مو په ذهن غالبه ده، د لیندۍ پر ځای مو دسمبر لیکلي.
      کور ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...