جمعه, اپریل 19, 2024
Home+شوخ جلان څنګه مینه ناک شاعر شو؟

شوخ جلان څنګه مینه ناک شاعر شو؟

دینه ګل شفیقي

هغه څوک چې له ماشومتوبه یې پېژنم، په چم او ګاونډ کې مو را لوی شوی دی، د ماشومتوب هغه ټولې شوخۍ یې راته یادې دي، د بیلګې په ډول به یې د یوې یادونه وکړم، د کډوالۍ پر مهال مو د والي بال یو ټیم جوړ کړ، چې د ده دوه مشران وروڼه هم راسره ملګري وو، موږ به چې له کوم بل ټیم سره د لوبې لپاره هلته ورتلو؛ نو که به مو له ځان د هغه له بولو انکار وکړ؛ نو د ټولو ملګرو د کورنیو مشرانو ته به یې زمونږ د ټولو حال وایه، موږ به سم کور ته رارسېدلي نه وو،  د کورنۍ ټول مشران به مو خبر و، اخیر پوه شو چې دا کار چا کړی؛ خو دا چې زمونږ خوښه وه او کنه؛ خو ده راباندې خپل ځان ومنلو، چې هر چېرته به تلو مجبور دا شوخ مو له ځان سر بیولی وی، ګنې نو ژوند تریخ و، چې وروسته په خپله هم د والي بال یو تکړه لوبغاړی شو.

دا شوخي جلان کوله، سید جیلاني جلان یادوم، جلان له ماشومتوبه یو ځیرک، پوه او مینه ناک انسان و، چې مینه یې اوس ښه پخه شوې ده، په ښونځي کې یو تکړه زده کونکی و، په ټولګي کې به هر ځل په لوړو نمرو بل ټولګي ته تلو.

هسې خو ټول پښتانه له فطرته شاعران دي؛ خو زما په اند جلان د همغې مینې له امله شاعر شو، جلان د مینې او عاطفې شاعر دی، په لومړیو وختونو کې کله چې جلان د شعر او شاعرۍ لار ونیوه، د هیواد حالات په بد وضعیت و، د شعر د لیکلو او ویلو له پاره مجال نه و، دا د تېرې پېړۍ اوومه لسیزه وه؛ خو جلان د خپلې شاعرۍ د پخولو له پاره منډې ترړې کولې، څو په ۱۳۷۸ ل ل کال کې په دې وتوانېده، چې  په پکتیا  اریوب ځاځیو سیمه کې ملګري سره راټول او د اریوب لېسې په انګړ د ځاځي بابا ادبي ټولنه رامنځته کړي.

د دې ټولنې له رامنځته کېدو سره ازادې ټاکنې وشوې، چې جلان یې مشر وټاکل شو، سخته وه د طالبانو د واکمنۍ دور و، موږ به میاشتنۍ مشاعرې کولې؛ خو هر ځل به له سختیو سره مخ کېدو، چې دا سختۍ به زیاتره په جلان تېرېدې، ځکه چې د ټولنې د مشر په توګه یې باید ځواب ووایي.

په دغه ټولنه په لسګونو شاعران او لیکوالان راټول شول، د ډېرو شاعرانو له همدغه ځایه د شعر یون پیل کړ، چې په اوس وخت کې په لوړه کچه د شعر لیکلو استعداد لري، جلان هم له همدې ډلې و، چې له شعر او شاعرې د ډېرې مینې له کبله د شعر په منارو لوړ وخوت، په شعر کې یې نوښت وکړ.

دا لړۍ تر ۱۳۸۱ کال پورې روانه وه، چې بدلون رامنځته شو، جلان هم د نورو ملګرو په څیر له اریوبه کابل ته کډه شو، هلته یې له افغان ادبي بهیر او رشاد کره کتنې سره ملګرتیا پیل کړه، دلته جلان پرمختګ وکړ شاعرې یې کره کتنې ته وړاندې شوه، که لږې ډېرې خامۍ یې درلودې، هڅه یې وکړه هغه پوره کړې او یوه نوې شاعري یې پیل کړه.

د جلان په شاعرۍ به وروسته خبرې وکړو، په دې برخه کې به یې ژوند ته لږ تم شو، جلان چې کابل ته کډه شو، هلته یې له شمشاد نړیوال ټلویزون سره کار پیل کړ، له څه مودې وروسته یې د غزني ولایت له مقام سره د کلتوري مشاور او ویاندوی په توګه کار پیل کړ، جلان له شاعرۍ سره سره د کار انرژي او استعداد درلود، چې خپله دنده یې په بریالیتوب پر مخ بیوله.

په همدې موده کې له پکتیا ولایت اریوب څخه په خپرېدونکي اریوب مجلې په رامنځته کولو کې هم د جلان لوی لاس و، چې د ده له انکار سره سره د مجلې د مرستیال مسول مدیر دنده ور وسپارل شوه، جلان له نورو بوختیا سره د مجلې په چارو کې هم پوره مرسته کوله.

په غزني کې له یو کلنې دندې وروسته جلان بېرته کابل ته ستون شو له نوا راډیو سره یې کار پیل کړ، چې مختلفې ادبي او کلتوري خپرونې پر مخ وړي، له یادې راډیو او سبا تلویزون سره تر اوسه کار کوي او د دې تر څنګ د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)  کې هم خپله دنده پر مخ وړي. ځینې وخت په بیلا بیلو پوهنتونو کې د استادۍ دنده هم کوي . زده کړې هم تر ماسټرۍ کچې د ادارې او تجارات په برخه کې کړیدي.

د جلان دری شعري ټولګې چاپ شوی دي

ـ د ګلپاڼو اتڼ.

ـ د هندارو دره

ـ غمي غمي سیندونه.

جلان له همغه پیله د شغر په لیکلو کې ښه استعداد درلود، خو د جلان ریاضت و، چې   خپل شعر یې تر معیاره ورساوه.

د جلان شاعري یوه له هنر ډکه شاعري ده، زه چې کله هم د جلان شاعري لولم، له یو لړ نوښتونو سره مخ کېږم، یو شعر یې له بله بیل رنګ او خوند لري.

دا وو د جلان هغه له ماشومتوبه تر زلمیتوبه یادونه چې له ما سره وو، اوس به یې هغه یادونو ته سر ورښکاره کړو، چې له هر هغه چا سره دي،  چې د جلان شاعري یې لوستې ده، ښایي دا را سره تول پرته له دلیل او منطقه ومني چې، چې جلان د مینې یو ملنګ شاعر دی، د جلان شاعري په مینې پیل شوې، د جلان په شاعرۍ کې شوخې هم شته؛ خو دا خو مې وړاندې هم ویلي و، چې جلان په ماشومتوب ډیر شوخ و، اوس یې د ماشومتوب شوخي او د زلمیتوب مینه سره یو ځای کړي دي، دا بیت یې ترې جوړ کړی.

خدای دې  سکڼي ماښام ته ډېر خیر پېښوي ملګرو

جانان د سرو شونډو وعده له ماسپيښنه  وکړه

جلان د خپلې ټولنې له ځان ځانیو او بې اتفاقیو هم سرټکوي، ځکه پښتنو کې چې کوم د کار او رهبر یت وړ کس را پیدا شوی، همدغه پښتنو یې پښې ور لنډې کړي، د غازي امان الله خان له وخت تر دې دمه د پښتنو ډېر د سر سړي، د پښتنو له خوا له منځه تللي دي؛ نو جلان هم په ګیله من انداز دا خبره کوي.

په تاسو کې خو ستر خلک وي سترې سرمایې

په مونږ کې خو د سر سړي د دار له پاره وي

د جلان د شاعرۍ یو بل کمال دا دی، چې له شعار پاکه ده، ما چې د جلان شاعري څومره لوستې ده او پرې پوهېږم، شعار په کې نه ترسترګو کېږي، جلان که حماسه هم لیکي، د هنر په جامو کې یې داسې نغښتي وي او داسې یې سینګار کړي وي، ته وا د لومړۍ شپې ناوې ده، لږ یې دې بیتونو ته تم کېږو.

جام د کوثر که د شهید پر شونډو پروت و بیا هم

د خپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به و

خدای که دې دنیا جنت وای پیدا کړی چېرته

زه په ایمان وایم چې ګران افغانستان کې به و.

مبالغه به نه وي که ووایم چې جلان په غزل پاچاهي پیل کړ، جلان سره چې د لفظونو هیڅ کمی نشته؛ نو خکه خو یې په غزل کې جلا، جلا کیف پروت دی.

جلان په شعر کې په منظر کشۍ هم ښه برلاسی دی، تصویرونه یې په شعر کې دومره رڼه دي، چې کله یې هم څوک شاعرۍ لولي، ځان په همغه ځای کې احساس کوی، د همغه تصویرونو په منځ کې، کوم چې جلان یې یادونه کوي.

تشبه د جلان د شعر یوه بله ځانګړنه ده، په ډیرو شاعرانو د تشبه د کارولو وړتیا شته؛ خو د جلان یوه منطیقي او کلیواله تشبه دی، په دې خو بیا هر څوک قانع دی، چې کلیوالي تشبه خو نو ځانته خوند او رنګ لري.

دغه یو غزل یې که ولولو، دا ټول توکې په کې لیدلی شو.

لکه انار چې ناوې وار کړي په دیوال مات شي

داسې مې ستا د بڼو سیوري لاندې خیال مات شي

د سپېدو ستوري د ابجدو په زور خولې په خولې کړم

چې ستا د نوم تر کلي راشم رانه فال مات شي

پام کوه ډېر ډېر د حیا پر سپیڅلتوب چېرې نه

پیغلې هندارې نه تصویر ستا د جمال مات شي

لکه د غرو پر سر چې باد کې باراني څپې وي

کله دې داسې په درنو څڼو کې شال مات شي

بیا به د اوو چېنو زرینې شګې څوک پخې کړي؟

که د یار سترګو نه د کوډو تور بنګال مات شي

جلان دې دا رنګې پیکه کړم پښتانه ضمیر ته

لکه نقاد نه چې منطقو کې مثال مات شي.

که څه هم جلان د مینې پر برید ولاړ یو هنري شاعر دی او له خپل پلارني ټاټوبي نه لري وسېږي؛ خو په شعر یې لا هم د ځپل کور کلي رنګ پروت دی، جلان که دنګ نښتر یادوي؛ نو دا یې د خپل کلي په ځنګله کې لېدلی دی، که له غره نه ښوېدلې تیږه یادوي، که د غرونو پر سر ګږې وږې لارې یادوي، که منظرونه او ګلکڅونه یادوي دا ټول په دغه سیمې کې شته په کومه ځمکه چې جلان د شعر لومړی قدم اېښی دی.

جلان که په شعر کې متلونه را اخلې او یا د نرخ او رواج کومه خبره کوي، دا ټول د خپل اصلي ټاټوبي اریوب رنګونه دي، چې جلان یې اصلا هیرولی نشي؛ خو نوموړي دا ټول توکي په ډېر هنر په خپل شعر کې ځای پر ځای کړي دی.

دا چې لیکنه مېاوږده نشي او لوستونکي یې په لوستلو ستړي نه شي؛ نو خپلې خبرې  دجلان په دې بیت راټولوم چې وايي :

خلک مې پوښتي چې جلانه شاعري څنګه شي؟

زه ورته وایم له سکروټو نه ګلونه جوړه کړه.

  اریوب

۲۳ /۳/ ۱۴۰۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب