پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د نفتي موادو قیمت ولې لوړ شو؟

د نفتي موادو قیمت ولې لوړ شو؟

انجنیر فرید احمد باوري

په دې وروستیو  ورځو کې په پرلپسې ډول د نفتي موادو(پټرول، ډېزل او بلن ګاز) قیمتونه لوړیږي، چې د عامو خلکو په اقتصاد یې بدې اغېزې پرې ایښې دی، په تیره اونۍ کې تمه وه چې دا نرخونه به بیرته خپل عادي حالت ته راشي خو تر اوسه پکې کوم تغیر نه دی راغلی یوازي د جمعې په ورځ د تیلو په قیمت کې جزې کمښت راغلی و چې د تیرو ورځو د لوړ قیمت جبران یې ونه شوای کولی او د نرخونو لوړ والی دریمې اونۍ ته هم لار پيدا کړه.

د اوپک سازمان هیوادونو تر منځ خپل منځي مشکلات په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو تر منځ  د نفتي موادو د تولید او نرخ پرسر ټکر او د کرونا ویروس نوې بڼه هغه څه دي چې د نفتي موادو په قیمتونو یې په نړیواله سطحه تاثیرات اچولي دی، خو په افغانستان کې د پورته مشکلاتو تر څنګ د جنګ تشدید هغه څه دي چې ښايې د نفتي موادو قیمت تر دې هم لوړ کړې او تر ۴۰ سلنه زیاتوالی پکې راشې.

په تیره اونۍ کې تمه کېده چې اوپک سازمان (د نفتو تولیدونکي هیوادونو ګډه ټولنه) به د نفتي موادو نرخونه کنټرول کړي او بازار ته به دوه میلیونه بېرله تیل را وباسې خو د دې سازمان د غړو هیوادونو تر منځ شدید اختلافات د دې سبب شول چې د نفتي موادو قیمتونه نور هم  پورته شې، د اوپک سازمان د هیوادونو تر منځ سیاسي حساسیتونه هغه څه دي چې د نفتو پر قیمت مستقیم اغېزه اچوي، په تیرو اونیو کې د سعودي او اماراتو تر منځ د نفتي بازار پر سره اختلاف پر نفتي بازار تاثیر واچاو چې د نفتي موادو استعمالوونکي یې له ستر ګواښ سره مخ کړي دي، تر اوسه پورې څو ځلې د نفت تولیدونکو هیوادونو تر منځ ناستې هم تر سره شوې دي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، د نفتي بازارونو وضعیت پایدار نه ښکاریږي خو که د اوپک سازمان د هیوادونو تر منځ مذاکرات پیل شې ښایې نروخو را کم او یا خپل عادي حالت ته راشي، اروپایي او امریکا یي  هیوادونه د نفتي موادو د نرخونو پر را کمولو کې اخلاصمندانه هڅې نه کوي ځکه،هغوی غواړې د انرژي لپاره له تجدید پذیره منابعو نه کار واخلي او نړیوال هم ورته تشویق کړي  چې هم پکې چاپیریال خوندې دی او هم د نوي کیدا وړتیا لري د امریکا متحده ایالات له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې نه سره کولی شې چې سعودي او امارات د نفتو پر سره پر یو واحد نرخ قانع کړي.

په لومړي ځل د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو تر منځ د نفتو پر سره ټکر په ۲۰۲۰ میلادي کال په ډسمبر میاشتې کې را منځ ته شو چې د نورو هیوادونو منځګړیتوب یې مشکلات ور حل کړل خو دا ځل یې اختلاف تر پخوا خورا شدید او زورور دی د تیرې اونۍ د دوشنبې د ورځې جلسه دواړو هیوادونو په نیمایي کې ترک  او بې پایلې اعلان کړه چې بیا تر اوسه عربي متحده امارات خبرو ته نه دی حاضر شوی او د دې احتمال هم شته چې عربي متحده امارات به له نوموړي سازمان څخه ځان وباسي، د دې جلسې له ماتي وروسته هندوستان نړیوال بازار ته وعده ورکړه چې د نفتي موادو تولید به زیاتوي خو تر اوسه یې کوم اغېز نه حس کیږي، د جوبایډن ادارې هم پر دواړو هیوادونو غږ کړی تر څو جوړجاړي ته ورسیږي او نړۍ له اقتصادي رکوده پورته کړي که دا دوه هیوادونه د نفتي بازار مشکلات همداسې ګرم وساتي ښایي د یو بېرل تیلو بیه 85تر 90 ډالرو پورته شې.

نوټ: اوپک (Organization of the Petroleum Exporting Countries) (OPEC (د نفت تولیدوونکو هیوادونو نړیوال سازمان دی چې د ایران، عراق، عربستان، کویټ ، ونزویلا، قطر ، لیبی، عربي متحده امارات ، الجزایر، نایجریا، انګولا او اکوادور هیوادونه یې غړیتوب لري، نوموړی سازمان په ۱۳۳۹ ل.ل کال منځ ته راغلی چې په لومړیو کې یې مرکزي دفتر په جینوا کې و خو له ۱۳۴۴ ل.ل کال را وروسته یې مرکزي دفتر په اتریش هیواد کې دی، د دې سازمان غړي هیوادونه د نړې دوه پر دری برخې نفتي زېرمي لري چې د نړۍ کابو نیمایي نفتي او فوسیلي مواد همدا هیوادونه تولیدوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب