جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکا نور د افغان جګړې ټغر ټولول غواړي

امریکا نور د افغان جګړې ټغر ټولول غواړي

تاند (شنبه د اسد ۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې دوی دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي و او ښکاره ده چې دوی نه غواړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.

انتوني بلینکن له ان بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي، امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د روانې څلوېښت کلنې جګړې ټغر ورټول کړي.

بلینکن زیاته کړې، امریکا په پرلپسې ډول په داسې یوه پلان کار کوي چې په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسېږي او په وینا یې په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دوی ټوله توجه افغانستان ته ده، که چېرته یو ځل بیا له دغه هېواده د امریکا د زیانمنېدو ګواښ پيدا کېږي نو ډېر ژر به اقدام وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې که چېرته طالبان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي نو نه یوازې امریکا بلکې هیڅ بل کوم هېواد به یې ملاتړ ونه کړي.

بلینکن د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او دلته یې د روانې جګړې د پای ته رسولو برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. The Americans put an end to factional fighting by creating and supporting the Taliban in the 90s. They may want to repeat that experience once again. A state department official told an Australian journalist that if they could work with the Saudis, they could do the same with the Taliban. I am being suspicious.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب