شنبه, جون 1, 2024
Homeخبرونهلاوروف افغان حکومت ته:له کومې وېرې پرته له طالبانو سره خبرو ته...

لاوروف افغان حکومت ته:له کومې وېرې پرته له طالبانو سره خبرو ته کينئ

تاند(شنبه د اسد ۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغان حکومته غوښتې دي چې له طالبانو سره دې له کومې وېرې پرته خبرو ته کېني. نوموړي ویلي د طالبانو ډلې مشران هوښیار او ځيرک خلک دي.
لاوروف ویلي چې روسیې ته په خپل وروستی سفر کې طالب پلاوي ډاډ ورکړی چې د روسیې او د پخواني شوري اتحاد ملګرو هېوادونو ته یې کوم ګواښ نه پېښږي او دغه ډله د داعش پر وړاندې کلکه مبارزه کوي.
لاوروف ویلي چې طالبان خبرو ته چمتو دي او غواړي چې له سیاسي لارې د افغانستان مساله حل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د طالبانو په ستاینې خوله خلاصه کړې چې دغه هېواد د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د جنګیالیو د نفوذ په اړه اندېښمن دی او د کارپوهانو په باور له داعش سره د مبارزې لپاره طالبان ورته تر ټولو ښه غوراوی ښکاري.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغو خبرو ته په غبرګون کې چې ګواکې طالبان سولې ته چمتو دي ویلي وو که ريښتیا هم روسیه په دې هکله اطلاعات لري نو له فغان حکومت سره دې شریک کړي.

2 COMMENTS

  1. هو طالب په ريښتيا نورو ته ځيرک دي، امريکا باندې يې يو کال اختر جوړ کړای وو، زموږ په اخترونو، ودونو يې د وينو سېلاب جوړ کړای، هيڅ عمل يې د انسانانو په تاريخ کې نه لیدل کیږي چې يوه ډله ځناور به هر څه د يو بل هيواد په آمر د خپل وطن کور، جوماتونه، سرکونونه، مال او سر به پرې کوي او وړانوي. د قعبې د امامانو به نه مني خو د پنجاب د لوطيانو چې پې بار هم وي مني

  2. ښاغلي لافروف تاسو ته افغانانو د ويري نه کولو هيدايت کوي نو تاسو خپله ولي د تاجکستان په پوله دومره غټي نظامي کوتونه ځاي پر ځای کړي. موږ له طالبه ترهګر نه نه ويريږو ځکه موږه د حق په لار ځو او دا ترهګری جنګ په افغانستان پاکستان ستاسو پر کومک د طالب له لياري مخ په وړاندي بيايي. دروسانو په هيدايت او ملګرتيا که موږ باور نه وای نن به مو دا بد حال نه وائ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب