جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا د خلکو...

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بندیز ولګول شو

تاند (شنبه د اسد ۲) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا ویلي چې له کابل، ننګرهار او پنجشیر پرته په نورو ولایتونو کې په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی او په وینا یې چې له دې وروسته د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر څلورو بجو پورې خلکو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي ضیا د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې په ټاکلي وخت کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دغه بندیز د تطبیقولو لپاره پولیسو خپل چمتووالی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو تحرکات زیات شوي او د افغانستان د ملي دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په څه باندې لسو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لغمان، ننګرهار، نورستان، کنړ، غزني، پکتیا، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، کندز او کاپیسا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي چې ۲۶۴ طالبان په کې وژل شوي او ۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې داسې مهال د شپې له خوا ګرځبندیز وضع کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زیات ملکیان د شپې له خوا له کورونو ایستلي او وژلي دي.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي، “د لومړنیو اطلاعاتو له مخې طالبانو شااوخوا ۴۰۰ کسان له کورونو ایستلي دي، د څه باندې ۱۰۰ کسانو اجساد موندل شوي دي. ځینې یې په کورونو کې شهیدان کړي، ځینې اجساد د سپین بولدک په رېګونو او چوکونو کې پیدا شوي دي چې اکثریت یې ملکیان دي.”

د کندهار له سپین بولدکه د ملکیانو د وژنې او د خلکو د کورونو د لوټ د ادعاوو په تړاو په لومړني عکس العمل کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دا کار د غچ لپاره عام وژنه بللې ده.

ښاغلي صالح پر خپل ټویټر په یوه ټویټ کې لیکلي چې اکثر قربانیان ورزشکاران، مدني فعالان، سوداګر او هغه خلک و چې له دولت سره په خواخوږي تورن و.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد بیا د سپین بولدک وروستیو پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب